جرمني د هوايي مدافع درېیمه دستګاه هم اوکراین ته ولېږدوله
دا کار داسې وخت کېږي چې د اټکل له مخې اوکراین به په راروان ژمي کې د روسیې د میزاییلو له نورو احتمالي حملو سره مخامخ شي.
د جرمني دفاع وزارت پرون جمعه وویل چې د هوايي مدافع دغه دستګاه تېره اوونۍ اوکراین ته لېږدول شوې ده.
د جرمني دفاع وزیر بوریس پیسترویس ټینګار وکړ چې د روسي ځواکونو د یرغل په وړاندې به له اوکراین څخه د دوی ملاتړ دوام مومي.
بلخوا: د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي په خپله ورځنۍ ویډیويي وینا کې د جرمني د دې مهمې مرستې مننه کړې او ویلي یې دي دا مرسته به د دوی د سرتېرو او د ښارونو په دفاع کې ډېره همکاري وکړي.