د طالبانو د حکومت لخوا د ژبو د عالي شورا جوړیدل؛ د ادبیاتو یو شمېر استادان: ښه ګام دی، خو مسلکي کسان پکې نه لیدل کیږي
پوهنمل دکتور نوراحمد اېمل چې د روسيې په کوبان دولتي پوهنتون کې يې د ژبپوهنې په برخه کې دکتورا کړې وايي، د يوې ژبې په معياري کېدو کې د ټولو لهجو مطالعه او ترې ګټه اخيستل مهم دي.
نوموړي ازادي راډيو ته وويل:
"د ژبو د ارزښت او بډاينې لپاره د ژبو د عالي شورا رامنځته کېدل يوه اړتيا ده، اوس خبره دا ده چې د دې کار ډول څنګه دی؟ په کوم ډول ورته کار کېږي؟ غړي يې څوک دي؟ دا مهمه ده. کله چې د ژبې د معياري کېدو لپاره هڅه کېږي د لهجو او د مختلفو سيمو د لهجو د ژبپوهانو ترمنځ تعادل پهکې مراعت شي."
ښاغلی اېمل وايي، د يوې ژبې د ليرې پرتو سيمو په ګړدودونو کې داسې کلمات او اصطلاحات شته چې د ژبې په معياري کېدو کې مهم رول لري.
د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو ورسته ديری د پوهنتون استادان او لیکوال له افغانستان ووتل، چې په کې د ژبپوهنې اړوند کدرونه هم شامل وه.
په ورته وخت کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي پخوانۍ رئيسه او د ياد پوهنځي د دري ادبياتو د ډېپارټمنټ غړې پوهنوال دکتور راحله حميدزۍ د يادې شورا جوړېدل يو مثبت ګام بولي خو وايي، د ټولو ژبو مسلکي استازي بايد ياده شورا کې ګډون ولري، ترڅو د اړونده ژبې لپاره يې کار اغېزمن تمام شي.
هغې ازادي راډيو ته وويل:
"يوازې پښتو او دري ژبو ته نه؛ بلکې د افغانستان ټولو ژبو ته چې د ورکېدو له ګواښ سره مخامخې دي، بايد پاملرنه ورته وشي، هره ژبه پهدې شورا کې بايد يو استازی ولري او هڅه دې وشي چې ټولې ژبې او د ژبو اړونده لهجې ثبت شي او د افغانستان د ژبو يو اطلس دې جوړ شي."
دا چې د ژبو عالي شورا اصلي موخه څه ده، په جوړښت کې څوک شامل دي او ايا د ټولو ژبو ژبپوهان او مسلکي کسان پهکې شته که نه، پهدې اړه مو هڅه وکړه چې د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت د مسؤلينو نظر ولرو، خو ونه توانېدو.
خو ياد وزارت نن د خپل وټساپ ګروپ له لارې يو راپور خپور کړی او پهکې يې ليکلي چې د ژبو عالي شورا نن د دغه وزارت د کلتور او هنر معين مولوي عتيق الله عزيزي په مشرۍ خپله لومړۍ ناسته وکړه.
په راپور کې د مولوي عتيق الله عزيزي له قوله ويل شوي چې له يادې شورا يې موخه د افغانستان د ژبو د بډاينې لپاره کار کول دي.
پرون د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس پر خپل ايکسپاڼه ليکلي وو چې د طالبانو د رییس الوزرا په امر د ژبو عالي شورا رامنځته شوې، څو د افغانستان د ژبو د بډاينې لپاره کار وکړي.
په خبر کې راغلي وو چې دې په دې شورا کې د طالبانو تر واک لاندې د پوهنې وزارت، د افغانستان علومو اکاډمۍ، د اطلاعات کلتور وزارت، لوړو زدهکړو وزارت او ازادو ليکوالو او ژبپوهانو استازي شامل دي.
د یادونې ده چې د تېرې پېړۍبېلابېلو واکمنیو د ژبو د معياري کېدو لپاره بېلابېلې ټولنې رامنځته شوي چې ځینې بیرته له منځه تللي.
د طالبانو حکومت یاده شورا داسې مهال رامنځته کړې چې د دوی له بیا واکمنیدو سره د افغانستان د یو شمېر دولتي بنسټونو؛ په ځانګړي ډول پوځي هغو نومونه نوي او په عربي ژبه شول.
یو شمېر فرهنګي فعالانو د طالب چارواکو پر دغې کړنې نیوکې کړې وې، خو دوی تر اوسه د داسې بدلونونو په اړه ځواب نه دی ویلی.
د ويکيپډيا د مالوماتو لهمخې، افغانستان کې اوسمهال ۴۲ژوندۍ ژبې شته چې د بېلابېلو سيمو اوسېدونکي پرې خبرې کوي چې له دې ډلې يې پښتو او دري د دې هېواد رسمي ژبې بلل کېږي.
تر پښتو او دري وروسته ازبکي، بلوڅي، پشهيي او ترکمني هغه ژبې دي چې افغانستان کې ډېر خلک خبرې اترې پرې کوي.