اوکراین کې سختو بادونو ۳ تنه مړه کړي
د دغو بادونو له کبله په زرګونو کسان له برېښنا بې برخې شوي، ځکه د اوکراین د انرژۍ سکټور د روسیې د حملو له کبله ډېر زیانمن شوی دی.
په اوکراین کې توفانونو او اورښتونو د دغو هېواد د انرژۍ د خوندیتوب په باب اندېښنې زیاتې کړي دي، هغه هم داسې مهال چې ژمی په راتلو دی او د روسیې د تېرو شلو میاشتو یرغل لا هم دوام لري.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر د رئیس مرستیال اولیکسي کولیبا په ټولنیزو شبکو کې نن لیکلي، د بدې هوا له کبله دوه کسان په پلازمېنه کییف او بل په کییف سیمه کې مړه شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
د ده په وینا په ۱۴ ساحو کې شا و خوا درې سوه زره کسان له برېښنا بې برخې دي.
د اوکراین چارواکي وايي د دغه په لوېدیځ کې خمیلنیڅکي ساحه ډېره اغېزمنه شوې ده.