د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر نن ترکیې ته تللی
دا خبره د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس پاڼه لیکلې ده.
مجاهد زیاته کړې چې متقي به په انقره کې له افغان سفارت او استانبول کې له قنسولګرۍ لیدنه وکړي.
هغه به همداراز په ترکي چارواکو سربېره هلته له مېشتو افغان سوداګرو سره وګوري.