د هند په جنوب کې د رېلګاډو د ټکر له کبله ۸ کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي
د هند په جنوب کې تېره شپه د دوو رېلګاډو په ټکر کې لږه تر لږه ۸ کسان مړه شوي او شاوخوا ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
پرېس ټرسټ اف انډیا د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې پېښه په اندرا پردېش ایالت کې شوې ده.
د دې خبري اژانس د راپور له مخې پېښه وروسته له هغې وشوه چې یو رېلګاډی ټرافیکي اشارې ته له پام کولو پرته په تېز سرعت تېر شو.
د پولیسو یوه چارواکي ویلي، په ټکر کې ۸ کسان مړه شوي، هاخوا د رېللارو یوه لوړپوړي چارواکي بیا له ۱۸ تر ۲۰ پورې د کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
د هند صدراعظم نریندرا مودي په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې د هند د رېلګاډو له وزیر سره یې پر دې موضوع خبرې کړې دي.