د متقي او فدان لیدنه؛ طالبان: دواړو لوریو د سوداګریزو دهلیزونو په پرانیستلو ټینګار کړی
![د متقي او فدان لیدنه؛ طالبان: دواړو لوریو د سوداګریزو دهلیزونو په پرانیستلو ټینګار کړی](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-1157-08dbd96a1ccb_cx0_cy8_cw0_w800_h450.jpg)
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په انقره کې د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر هاکان فدان سره کتلي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې په دې لیدنه کې د اړیکو د پیاوړي کولو پر اهمیت سربېره د نویو سوداګریزو دهلیزونو په پرانیستلو هم ټینګار وشو.
د بیان په اساس امیر خان متقي د ترکیې هېواد له مرستو مننه کړې او په انقره او استانبول کې یې د طالبانو د معرفي شویو ډیپلوماتانو منل په دوه اړخیزو اړیکو کې ښه پرمختګ بللی.
د هاکان فدان په حواله راغلي چې ترکیه له افغانستان سره خپله همکاري جاري ساتي.
که څه هم د ترکیې په شمول د سیمې په لرو او نږدې هېوادونو کې د طالبانو استازي منل شوي خو هېڅ یوه هېواد لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.