اسراییلي ځواکونو د غزې په شمال کې د حماس پر مرکزونو برید کړی
د اسراییلو ځمکنیو ځواکونو نن د غزې په شمال کې د حماس د وسلهوالو پر مرکزونو برید وکړ. په داسې حال کې چې د غزې پر تړانګه د اسراییلو بمبارۍ له نږدې درېیو اونیو راهیسې روانې دي اسراییلي پوځ ویلي چې د جګړې له پیل وروسته شاوخوا اته لکه فلسطینیان له خپلو مېنو وتلي دي. د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو چې د حماس ډلې له منګولو د یوه اسراییلي برمته د ژغورلو له بریالیو عملیاتو وروسته یې روحیه لوړه ښکارېده، د اوربند لپاره غوښتنې رد کړې او یوځل بیا یې ژمنه وکړه چې پر غزې د واکمنۍ او د اسراییل د ګواښلو لپاره د حماس ځواک به وځپي. Читать дальше...