لیونل مسي د اتم ځل لپاره د سرو زرو توپ وګاټه
د ارجنټاین د فوټبال د ملي لوبډلې لوبډلمشر لیونل مسي د اتم ځل لپاره د سرو زرو توپ وګاټه.
د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې ۳۶ کلن مسي وروسته له هغه دغه جایزه وګټله چې لوبډله یې ۲۰۲۲ کال په قطر کې د نړیوال جام اتلولۍ ته ورسوله.
د ښځینه فوټبالرانو په برخه کې د سرو زرو توپ جایزه د اسپانیې د ټیم لوبغاړې ایتانا بونماتي ته ورکړل شوه.
دوی ته دغه جایزې تېره شپه په پاریس کې ورکړل شوې.
له مسي پرته تراوسه هېڅ یوه لوبغاړي له پنځو ځلونو زیات د سرو زرو توپ نه دی ګټلی.
کریستیانو رونالډو دغه جایزه پنځه ځله ګټلې ده.