په ایران کې میشت افغانان: د ایران حکومت زموږ بانکي اکونټونه کنګل کړي او لوړ مالیات غواړي
د ایران په کرمان ولایت کې یو شمېر مېشت افغان کډوال وایي، د دغې هیواد په یاد ولایت کې د افغانانو بانکي حسابونه تړل شوي او درانه مالیات پرې لګولي شوي دي.
د دغو کډوالو په خبره، هغه کسان چې د خپلو بانکي حسابونو د کنګلېدو د لغوه کولو لپاره بانکونو ته ورغلي، مالیاتي ادارو ته ورپېژندل شوي.