په میرویس روغتون ناروغان: په دې روغتون کې درمل او روغتیايي امکانات نشته
د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته راغلي ناروغان او پایوازان د درملو او روغتیايي امکاناتو د کمښت شکایت کوي.
د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته راغلي ناروغان او پایوازان د درملو او روغتیايي امکاناتو د کمښت شکایت کوي.
فرانسوي چارواکو په افغانستان او ترکیه کې د میټامفټامین د « کریستال» په نوم د تولیدېدونکو نشه یي توکو د قاچاق او تولید په اړه انديښنه ښودلې ده.
د روسیې د بهرنیوچارو وزیر وايي مسکو چمتو دی چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د مسکو د طرحې په اړه د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ او د هغه د سلاکارانو نظر واوري.
د ایران په کرمان ولایت کې یو شمېر مېشت افغان کډوال وایي، د دغې هیواد په یاد ولایت کې د افغانانو بانکي حسابونه تړل شوي او درانه مالیات پرې لګولي شوي دي. د دغو کډوالو په خبره، هغه کسان چې د خپلو بانکي حسابونو د کنګلېدو د لغوه کولو لپاره بانکونو ته ورغلي، مالیاتي ادارو ته ورپېژندل شوي.
د امریکا د کلیفورنیا ایالت په لاس انجلس ښار کې نن او سبا هم د چټکو بادونو اټکل شوی چې ښايي په ځنګلونو کې د لګېدلي اور لمن نوره هم پراخه کړي.
د مومندو په میامندي کې د سیمې د سیاسي، ټولنیزو او کاروباري ډلو د امن پاڅون په نامه غونډه کړې. د جنورۍ پر ۱۴ مه په دې غونډه کې وویل شول چې په مومندو کې به هېڅ کله داسې پوځي عملیات ونه مني چې پکې د سیمې خلک لکه د پخوا په څېر کډوال شي. دوی غوښتنه وکړه چې امنیت باید یقیني شي او د ډیورنډ پر کرښه دې امنیتي تدابیر زیات کړل شي. د شاهنواز ترکزي ویډیویي رپورټ
په افغانستان کې د سختې بې وزلۍ له کبله یو شمېر میرمنې اړې شوي چې خپل ویښته وپلوري. دوی وايي اوږده او هغه ویښتان چې رنګ شوي نه وي په ښه بیه پلورل کیږي. د ښځو د حقونو فعالان د ښځو او میرمنو له لوري د ویښتو پلورل په افغانستان کې د اقتصادي کړکیچ د زیاتوالي ښکاره بیلګه بولي.
له سودان څخه رارسېدلي راپورونه وايي، د پلازمېنې خرطوم پر شاوخوا سیمو د راکټي حملو په نتیجه کې لسګونه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. مرستندویې ډلې وايي چې دا د تلفاتو لومړنۍ شمېرې دي او ښايي د مړو په شمېر کې نور زیاتوالی هم راشي.
د افغانستان دخبريالانو نړيوال فدراسیون "اى اف جي" او د افغانستان د خپلواکو خبريالانو ټولنه (اې اى جي يو) په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې د افغان خبري اژانس په خبريال، مهدي انصاري باندې لګېدلي تورونه لغوه او نوموړی سم دستي خوشي کړي.
صدیق الله هغه ماشوم دی چې په هرات ولایت کې سپېلني لوګی کوي او په دې توګه د خپلې کورنۍ د خرڅ یوه برخه برابروي. دی وایي چې د ژمي یخنۍ کې یې کار ډېر سخت دی. د صدیق الله په څېر لسګونه نور ماشومان هم په ورته یخنۍ او سختو شرایطو کې سختو کارونو کولو ته اړ دي.
د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د خوست ولایت د شیخ زاید پوهنتون ادارې ته د دې پوهنتون د ۱۷ استادانو د منفکۍ مکتوب استولی دی. د شیخ زاید پوهنتون ځینو استادانو چې د منفک شوو استادانو په نوملړ کې یې نومونه شامل دي، ازادي راډیو ته یې وویل، "ټول د شرعیاتو پوهنځي استادان منفک شوي دي".
د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي، په روان ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان څه باندې ۱۴ میلیون وګړي، روغتیايي خدماتو ته اړتیا لري، خو دا اداره اټکل کوي چې له دې ډلې ښايي ۹،۳ میلیون خلک دا خدمات ترلاسه کړي.
د بلوچستان د مزدورانو اتحاديې عمومي سېکرټر پیر محمد کاکړ مشال راډیو ته وویل چې ژغورونکو ډلو د جنورۍ پر ۱۴مه د وروستي کان کيندونکي مړی هم راوايست.
د پاکستان پوځ او بلوڅ وسله وال چې یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو کومې ادعاوې کوي، د هغه په خپلواکه توګه پخلی نه کېږي.
د امریکا ولسمشر یوځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د پرېکړې دفاع کړې ده. جوبایډن پرون (د مرغومي ۲۴مه) د بهرنیوچارو په وزارت کې د ډیپلوماتانو غونډې ته د وینا پرمهال په دې اړه څرګندونې وکړې.
د شمالي اتلانتیک تړون سازمان یا ناټو د بالتیک حوزې درې غړي هېوادونه نن د روسیې د ځینې سمندري ګواښونو د دفاع په اړه غونډه کوي.
شمالي کوریا د سه شنبې په ورځ ګڼ لنډ واټن ویشتونکي میزایل توغولي دي. دا خبره د جنوبي کوریا پوځ په یوه بیان کې کړې ده.
د افغانستان د خبریالانو نړیوال فدراسیون او د خپلواکو ژورنالیساتو ټولنې د طالبانو له بنده د افغان خبري اژانس د خبریال مهدي انصاري د ژرترژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
ای اېس پي ار لیکلي، د پوځ مشر سیاسي مشرانو ته وویل چې پوځ به د امن خرابوونکو پر ضد خپلې کارروایۍ جاري ساتي، ورانکاري به له لوی تاوان سره مخ کړي او د دې جوګه به یې نه پرېږدي چې چاته زیان ورسوي.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې طالبانو د نجونو او ښځو د زده کړو پر وړاندې محدودیتونه لګولي دي. بلخوا، د شام په هساکه سیمه کې ښځو په یوه غونډه کې د نوې اسلامپالې ډلې، هیئت تحریر الشام په واکمنۍ کې د ښځو د راتلونکي په اړه خبرې وکړې. په غونډه کې د بېلابېلو طبقو ښځو برخه اخیستې وه او د خپلو حقونو خوندي کولو او پرمختګ ته د دوام ژمنه یې وکړه. د شام د واکمنې ډلې مشر، احمد الشرع، ویلي چې ښځو ته به د زده کړو اجازه ورکړي. د دې راپور نور تفصیل د منور شاه په ویډیو کې وګورئ، چې د اې پي او رویټرز اژانس له موادو جوړ شوی دی.
د لبنان د ولسمشرۍ دفتر ویلي چې د دې هېواد ولسمشر جوزف عون، د پارلمان له فراکسیونونو سره له مشورې وروسته، نواف سلام ته، چې د هاګ د نړیوالې محکمې رئیس دی، رسماً د کابینې د جوړولو دنده وسپارله. د راپورونو له مخې، تر پرون (دوشنبې) ناوخته پورې د لبنان د پارلمان تر نیمايي زیاتو غړیو د نواف سلام ملاتړ کړی دی. دا پرمختګ د دې ښودنه کوي چې په لبنان کې د حزبالله موقف کمزوری شوی دی. حزبالله، چې د ایران له ملاتړه برخمن دی، غوښتل چې نجیب میقاتی په دې څوکۍ کې پاتې شي. د دوشنبې تر مازیګر پورې، نواف سلام د پارلمان د ۸۴ غړو ملاتړ ترلاسه کړی و. Читать дальше...
سعودي عربستان غواړي چې د معدني موادو په ځانګړي ډول د یورانیمو په پلورلو خپل عاید زیات کړي. د دې هېواد د انرژۍ وزیر عبدالعزیز بن سلمان، دا خبره پرون (دوشنبې، د جدي په ۲۴مه) په ظهران ښار کې په یوه کنفرانس کې وکړه. د عبدالعزیز بن سلمان په وینا، ریاض په پام کې لري چې د یورانیمو د غني کولو ترڅنګ "ژېړ کیک" تولید کړي او پلوري. ژېړ کیک د اتومي رییکټور د سونګ میلو په تولید کې کارول کیږي. سره له دې چې دا منځنۍ ماده د وړانګو له اړخه ډېره خطرناکه نه ګڼل کیږي، خو د هغې د چمتو کولو او ساتنې لپاره زیات مهارت او پاملرنې ته اړتیا ده. Читать дальше...
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO)، په داسې حال کې چې افغانستان له سخت ژمي سره مخامخ دی، د خلکو د ساتنې او روغتیا لپاره یو لارښود خپور کړی دی.
د بیل او ملیندا ګیټس بنسټ د قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او د اسلامي پراختیايي بانک په همکارۍ په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ د له منځه وړلو او د لومړني روغتیايي سیسټم د پیاوړتیا لپاره یو پروګرام پیلوي. دا پروګرام به د افغانستان د بیا رغونې صندوق له لارې تمویل شي. د بیل او ملیندا ګیټس بنسټ د نړیوالې پراختیا څانګې رئیس، کریس الیاس، له ګلف ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې، چې پرون (دوشنبې) خپره شوه، وویل چې دغه پروګرام به د روان ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې پيل شي. ده زیاته کړه: «د ګیټس بنسټ... Читать дальше...
افغان سوداګر وايي چې د پاکستان له لارې د مالونو ترانزیت یې شاوخوا اتیا سلنه کم کړی او پر ځای یې د منځنۍ اسیا او ایران پر لارو اتکا کوي. د دوی په وینا اوس افغانستان تر ټولو ډېره راکړه ورکړه له ایران سره لري.
103news.com — информационный сайт, транслирующий новости города Вашего города онлайн. Всё, что происходило и происходит в городе — в оперативной ленте ежедневных новостей в интерактивном режиме на сайте 103news.com.
Самые свежие новости Вашего города, а также полный архив ежедневных событий города с аналитикой, комментариями и прямыми ссылками на источники информации. Местные городские, авторитетные региональные и популярные федеральные новостные агентства и телеканалы — в одной ленте новостей, упорядоченные по времени публикации и с обязательным указанием первоисточника информации. Ничего лишнего. Всё о чём говорят, пишут в газетах и блогах, показывают по телевизору и транслируют в интернете — из первых рук.
103news.com — самый полный календарь значимых и не очень событий Вашего города, в Вашем городе и о Вашем городе вчера, сегодня и прямо сейчас — от пользователей нашего сайта в режиме онлайн. А также — актуальные статьи и мировые новости.
Если же Вы проживаете в городе Вашем городе или у Вас есть просто интересная информация о городе и горожанах мы всегда рады разместить её на нашем портале с указанием в публикации Вашего авторства. Пишите нам на электронный адрес: mail@29ru.net. Создайте свой блог и, если он будет интересен, то Вы получите совершенно бесплатно баннер и прямую ссылку на него, размещённую на всех страницах региональных интернет-ресурсов нашей веб-группы, а это — более 1 000 000 просмотров в месяц.
103news.com — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 103news.com.
Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости