د افغانستان او پاکستان ګڼ اوسیدونکي له اوربنده هرکلی کوي
په قطر کې د طالبانو حکومت او پاکستان حکومت ترمنځ د خبرو اترو په جریان کې د سمدستي اوربند هوکړه د ډیورنډ کرښې د دواړو غاړو اوسېدونکو له تاوده هرکلي سره مخ شوې ده.
د دواړو اړخونو یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډيو ته وویل چې په جګړو تر ډېره دوی زیانمن دي او دوی هیله لري چې دغه هوکړه په دایمي اوربند بدله او د سیمې د سولې او ثبات لامل شي.