د بدلون کاروان به رسي تر منزله: شهاب خټک
د مشال مرکه کې ايډوکيټ شهاب خټک ميله دي. د شهاب خټک کورنۍ درې نسلونو د پښتنو حقونو لپاره مبارزه کړي. د نوموړي پلار ډاکټر فضل الدين خټک اديب وو او په مترقي سياست يې باور درلود. شهاب خټک هم د خپل پلار پشان مبارزه کوي. نوموړي د پښتون ژغورني غورځنګ قانوني سلاکار دی. شهاب خټک د قانون، نړيوالو اړيکو او پښتو ډګړي هم ترلاسه کړي او په دي وروستيو کې د شاعري کتاب (د بدلون کاروان به رسي تر منزله) هم چاپ شوي دي. شهاب خټک وايي، د پښتنو ځوانانو کې مثبت بدلون راغلي دي او په لاکونو ځوانان پر خپلو حقونو پوه شوي دي. Читать дальше...