که ولس کورونا ضد لارښوونې عملي نه کړي، حالات به بدتره شي: افغان چارواکي
د افغانستان عامې روغتیا وزارت له شمېرو سره سم، اوسمهال په ټول هېواد کې څه د پاسه ۶۵۰،۰۰۰ کسانو ته د کووېډ-۱۹ واکسین لګېدلي او د دې وړتیا شته چې په ورځني ډول نېږدې ۳۰،۰۰۰ کسانو ته نوی واکسین تطبیق شي.