د اسیا فوټبال جام: بحرین له ټایلنډ او هند له اماراتو سره مخ کېږي
![د اسیا فوټبال جام: بحرین له ټایلنډ او هند له اماراتو سره مخ کېږي](https://gdb.rferl.org/C8E42452-8BEC-492B-A4ED-45A049F67324_cx33_cy39_cw48_w800_h450.jpg)
د اسیا فوټبال جام لوبو په ترڅ کې به نن بحرین له ټایلنډ او هند له کوربه هېواد متحد عربي اماراتو سره مخامخ شي.
جاپان چې څلور ځله د اسیا جام اتل پاتې شوی دی، پرون یې ترکمنستان ته درې د دوو ګلونو په وړاندې ماتې ورکړه، بله لوبه د قطر او لبنان ترمنځ وشوه چې قطر دوه په صفر وګټله.
د اسیا د فوټبال په جام لوبو کې د ۲۴ هېوادونو ملي ټیمونو برخه اخېستې ده.
دا لوبې د شنبې په ورځ پیل شوې او د فبروري تر لومړۍ نېټې به دوام وکړي.