د میانمار پولیسو ٢ معترضان وژلي
د میانمار کورنیو رسنیو راپور ورکړی، چې د پوځي کودتا ضد معترضانو څخه دوه کسان نن د پولیسو په ډزو لګېدلي او مړه شوي دي. د میانمار- پخوانۍ برما د دوهم لوی ښار مندلای، د رضاکارو بېړنیو خدمتونو د مرکز مشر ویلي، چې پر اعتراض کوونکو د پولیسو له ډزو وروسته دوه کسان مړه شوي او شاوخوا دېرش نور ټپیان دي. سرچینې ویلي دي، چې اکثر ټپیان په مرمیو لګېدلي. د راپورونو له مخې د یوشمېر ټپیانو حالت نازک دی. د دې مرکز مشر زیاتوي چې په مړو کسانو کې یو ځوان هلک هم و، چې پر سر په مرمۍ لګېدلی و. د برما پوځ د فبروري... Читать дальше...