محمد حنیف اتمر مسکو کې له روسي چارواکو سره پر افغان سولې غږېږي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر به په مسکو کې د روسیې له عالي رتبه چارواکو سره د افغانستان پر سوله او نورو موضوعاتو خبرې وکړي. محمد حنیف اتمر د خپل روسي سیال سرګي لاوروف په رسمي بلنه پرون چهارشنبه(د کب ۶مه) په درې ورځني سفر روسیې ته لاړ. د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد ازادي راډیو ته وویل: "د دې سفر موخه د افغانستان د سولې په هکله د دوه-اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سیاسي او امنیتي همکاریو پراختیا ده." دا سفر په داسې وخت... Читать дальше...