نیویارک ټایمز: بایډن او د افغانستان جګړه
نیویارک ټایمز
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې سرلیک یو مطلب خپور کړی "بایډن او د افغانستان جګړه".
د مطلب په سر کې راغلي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن ته په افغانستان کې یو ستونزمن غوراوی په میراث پاته دی.
د ورځپاڼې په لیکنه، که بایډن ونهشي کولای چې امریکایي ځواکونه د مې میاشتې تر مهلته له افغانستانه وباسي او د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې د دوام پرېکړه وکړي، دا کار بهیې د ولسمشرۍ میراث داغداره کړي.
د امریکا او طالبانو د دوحې د هوکړې له مخې، امریکا باید د همدې میلادي کال تر مې میاشتې پورې خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي، خو په دې شرط چې طالبان د القاعده په ګډون له نړیوالو سخت دریځو ډلو سره اړیکې وشلوي او تاوتریخوالی کم کړي.
د امریکا مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ د جنورۍ په ۱۵مه افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر دوهنیم زرو ته راکم کړ.
نیویارک ټایمز لیکلي، که جو بایډن پرېکړه وکړي چې پوځیانیې له مې میاشتې وروسته هم افغانستان کې پاته شي، د دغو ځواکونو د راتلونکې مرګژوبلې پړه به د ده پر غاړه وي.
د لیکوال په باور افغانستان ته د اضافي سرتېرو د لېږلو پرېکړه او یا د هوایي بریدونو ترسره کول، بیا هم د جګړې په ډګر کې طالبان او بهرني ځواکونه سره ښکېلوي.
طالبانو چې د دوحې له تړون وروستهیې پر بهرنیو پوځیانو بریدونه درولي ویلي چې افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پاته کېدل، د جګړې د دوام لامل کېږي.
نیوزویک
نیوزویک مجلې بیا د امریکا ولسمشر جو بایډن ته د طالبانو د خبرداري په اړه یو مطلب خپور کړی دی.
د مجلې په لیکنه، طالبانو ویلي، بایډن باید د هغې هوکړې مادو ته ژمن پاته شي چې دوی تېر کال د ډونالد ټرمپ له ادارې سره لاسلیک کړې ده او یا دې هم د جګړې د پېچلتیا خطر په ځان ومني.
نیوزویک د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم په حواله ویلي، که امریکا د تېر کال هوکړې ته ژمنه پاته شي، دا به د افغانستان د جګړې په پای ته رسولو او د ستونزو په هواري کې کلیدي رول ولوبوي.
د امریکا متحده ایالاتو بیا ویلي، دوی د دوحې تړون ارزوي او تر اوسهیې افغانستان کې د خپل مأموریت په اړه تازه کومه پرېکړه نهده کړې.
په امریکا کې د افغانستان سفیرې رویا رحماني نیوزویک ته ویلي، که امریکا له مې میاشتې وروسته هم خپل سرتېري وساتي، په دې معنی به وي چې امریکا شرایطو ته ګوري.
د مېرمن رحماني په خبره، امریکا د ځواکونو د ایستلو په اړه ډېر وخت ته اړتیا لري چې وکولای شي د طالبانو د ژمنو عملي کول وګوري او د دوی حساب ورکونه وارزوي.