روغتیا سازمان: هند کې حالت بوږنونکی دی او د کرونا د چټک خپرېدو مخه دې ونیول شي
د روغتیا د نړیوال سازمان مشر په هند کې د کرونا د مثبتو مواردو پر زیاتېدو سخته اندېښنه ښودلې او دا حالت یې بوږنوونکی بللی دی. ټېډروس ادهانوم ګیبرېیسوس پرون دوشنبه (د غويي ۶مه) وویل چې 'WHO ' هند ته د کرونا پر ضد د مبارزې لپاره تجهیزات استولي، څو د دې وبا د چټک سرایت مخه ونیسي. ګېبرېیسوس وویل چې دې ادارې په هند کې د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې لپاره له دوو زرو زیات کسان په دندو ګومارلي دي او همدا راز سیار ساحوي روغتونونه او د لابراتوارونو تجهیزات یې دې هېواد ته استولي دي. هند ته د کرونا... Читать дальше...