ارزګان کې اختریزې مېلې؛ خلک: د دایمي اوربند په هیله یو
په ارزګان کې د خلکو اختریزې میلې په شور او شوق سره لمانځي. دا ولایت چې جګړو ډېر ځپلی، خلک يې درې ورځني اوربند ته ډېر خوښ دي. ارزګان کې یو شمېر خلک د اختر په ورځ اتڼونه کوي، سمیه ییزې سندرې وايي، په ښار او بازارونو کې پلې ګرځي او تمبل وهي. دوی د افغان جګړې له ښکېلو غاړو د دایمي اوربند هيله لري. په دې اړه نور حال په دې ویډیويي راپور کې وګورئ: