پاکستان افغان کډوالو ته کورونا ضد واکسين کله کوي؟
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (UNHCR) وايي ښه به ويچې د پاکستان حکومت د خپلو وګړو تر څنګ ثبت شوو او غير ثبت شوو افغان کډوالو ته هم د کورونا وایرس واکسين وکړي ځکه چې دا وایرس هر چاته لګېدلی او له هر چا خپرېدلی شي. د دې ادارې ترمخه، په پاکستان کې دا مهال د راجسټر افغان کډوالو شمېر ۱۴ لکه او د ناراجسټر هغو څه د پاسه اته لکه دی. د دې ادارې مرکزي وياند قيصر اپريدي د مې پر ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان حکومت تېره اپريل مياشت کې ويلي وو چې د خپلو وګړو ترڅنګ به راجسټر افغان کډوالو ته هم د کووېډ ۱۹ ناروغۍ واکسين لګوي. Читать дальше...