د پکتیکا د ګیانې ولسوالۍ پخوانی امنیه قوماندان ووژل شو
د پکتیکا د ګیانې ولسوالۍ پخوانی امنیه قوماندان 'ببار خان' ووژل شو. د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمد ارین نن شنبه (د غبرګولي ۸مه) رسنیو ته وویل چې قوماندان بیار خان تېره شپه د دې ولایت په سروضه ولسوالۍ کې د مخالفینو له خوا د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ووژل شو او له هغه سره دوه نور کسان هم ټپیان شول. نوموړی وایي، د ټپیانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی. د ارین په وینا بیار خان له دې وړاندې د پکتیکا په بېلابېلو ولسوالیو کې د قوماندان په حیث دندې ترسره کړې، خو اوس مهال په سروضه ولسوالۍ کې د ساتنمن په حیث په دنده بوخت و. Читать дальше...