د کرونا درېیمه څپه؛ سر له نننه ټول افغانستان کې جدي بندیزونه وضع شول
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، د کرونا ویروس درېیمه څپه د اوج کچې ته د رسېدو په حال کې ده او پېښې یې ورځ تر بلې زیاتېږي. دغه وزارت د کووېډ-۱۹ساري ناروغۍ د مهارولو لپاره سر له نننه ( شنبه-د غبرګولي ۲۲مه) په ټول هېواد کې د اړوندو ادارو په همغږۍ جدي بندیزونه اعلان کړل. دا چې دا بندیزونه څه دي د وزارت ویاند دستګیر نظري یې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "مونږ په ۳۴ ولایتونو کې ټول ښوونیز او تحصیلي مرکزونه وتړل، پخوا ۱۶ ولایتونو کې وو. په ټول هېواد کې باید د ودونو تالارونه، ورزشي مرکزونه، کلپونو او حوزونه تړلي وي. Читать дальше...