Добавить новость
World News in Pashto

Новости сегодня на DirectAdvert

Новости сегодня от Adwile

Июнь
2021

Новости за 30.06.2021

Pa.azadiradio.com 

د برېښنا ستنو د الوځولو دوام؛ افغانستان کې خلکو لمریزې برېښنا ته مخه کړې

د برېښنا ستنو د ویجاړېدو په دوام نن سهار یو ځل بیا د پروان ولایت په جنګل باغ سیمه کې د وارداتي برېښنا یوه بله ستنه د بمونو په وسیله ویجاړه شوه. دا په داسې حال کې ده چې د برېښنا ستنو د ویجاړېدو له امله د کابل او ځینو نورو ولایتونو اوسېدونکي د برېښنا د نشتوالي له امله له جدي ستونزو سره مخ دي او لمریزې برېښنا ته‌یې مخه کړې ده. د کابل ښار اتمه ناحیه هغه بازار چې خلک په‌کې لمریزې انرژۍ یا سولر دستګاوې پېري په دې شپو او ورځو کې ورته د خلکو تګ راتګ زیات شوی دی. په یاد بازار کې د سولر د پلور له ۸ تر ۱۰ دکانونه شته او د مشتریانو شمېر هم زیات شوی. Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

سرور دانش: طالبان چمتو نه‌دي کومه ډله په واک کې له ځان سره شریکه کړي

د افغانستان د جمهور رئیس دوهم مرستیال سرور دانش یو ځل بیا طالبان تورن کړل چې هڅه کوي د جګړې له لارې واک ترلاسه کړي. دا په داسې حال کې ده چې بهرني ځواکونو له افغانستان د وتلو په حال کې دي، ورسره سم جګړو زور اخیستی او افغان حکومت او طالبان هم یو بل د مذاکراتو مېز ته په نه‌حاضرېدو تورنوي. سرور دانش د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۰۹» له خبریالانو او د رسنیو له کارکوونکو د ملاتړ صندوق په پرانیست غونډه کې طالبان تورن کړل چې طالبان چمتو نه‌دي کومه ډله په واک کې له ځان سره شریکه کړي. ښاغلی دانش زیاتوي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا استازو جرګې د افغان ژباړونکو او کارکوونکو د ورتللو پروسه اسانه کړه

د متحده ایالاتو د استازو جرګې، یو نوی قانون تصویب کړی چې له مخې به‌یې د هغه افغان ژباړونکو او اشخاصو لپاره چې د امریکا له حکومت سره‌یې په افغانستان کې کار کړی، دغه هېواد ته د تللو پروسه اسانه کړي. دې قانون کې افغانانو ته ښه راغلاست ویل شوی. د دې قانون له مخې به چې هوپ (هیله) نومېږي او پرون د استازو په مجلس کې تصویب شو، د ژباړونکو، موټر چلوونکو او نورو لپاره چې د امریکایانو سره‌یې په افغانستان کې کار کړی د کډوالۍ ویزې غوښتنلیکونه ژر تر ژره وڅېړل شي. له دغو کسانو یو شمېر وايي، هیله لري چې د دې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت: ۵ ولسوالۍ له طالبانو بېرته ونیول شوې

د افغانستان دفاع وزارت وايي، امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵ ولسوالۍ له طالبانو بېرته نیولې دي.  د دفاع وزارت په وینا، دولتي ځواکونو په بغلان کې خوست، په پروان کې شینواري، په فاریاب کې چهارباغ او پښتون‌کوټ او په بلخ کې کلدار ولسوالۍ له وسله‌والو طالبانو بېرته نیولې دي.  پرون طالبانو ویلي و چې د میدان وردک چک او سیداباد ولسوالۍ یې نیولې دي.  په همدې منځ کې پرون په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د جګړو زور اخیستو ته په اشارې خبرداری ورکړ چې د امریکايي پوځیانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چک جمهوریت له افغانستانه خپل وروستي ۱۲ سرتېري وایستل

د چک جمهوریت وسله‌وال پوځ نن وویل چې له افغانستان څخه د دغه هېواد وروستي ۱۲ سرتېري له خپلو ټولو وسلو سره هېواد ته بېرته وګرځېدل.  په تېرو نږدې ۲۰ کلونو کې تر ۱۱ نیم زره ډېرو چک پوځیانو په افغانستان کې د ناټو تر چتر لاندې مأموریت کې دنده اجرا کړې ده.  تېره اوونۍ د چک جمهوریت صدراعظم اندرې بابیش له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو سره مخالفت وکړ. تر دې وړاندې ولسمشر میلوش زیمان او د بهرنیو چارو وزیر یاکوب کولهانیک هم له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پر پرېکړې نیوکه کړې وه.

Pa.azadiradio.com 

مسکو په روسیه کې د چک جمهوریت یوه بله غیر حکومتي مؤسسه منع کړه

د روسیې حکومت په خپل هېواد کې د چک جمهوریت یوه بله غیر حکومتي مؤسسه منع کړه.  د روسیې څارنوالۍ د معلوماتي ټولنې ازادي په نوم مؤسسه د نامطلوبو مؤسسو په لېست کې شامله کړې او پر فعالیت‌یې بندیز لګولی دی.  د روسیې څارنوالۍ ویلي چې دا مؤسسه د روسیې د اساسي قانون نظم او د هېواد امنیت ګواښي.  دا د چک جمهوریت درېیمه غیر حکومتي مؤسسه ده چې فعالیت‌یې په روسیه کې منع کېږي.

Mashaalradio.com 

په جنوبي او شمالي وزیرستان کې ۵ پاکستاني سرتيري وژل شوي دي

په جنوبي وزیرستان او شمالي وزیرستان کې په دوو جلا جلا حملو کې د پاکستان امنيتي ځواکونو ۵ سرتيري وژل شوي دي. یوه حمله د جنوبي وزيرستان په تيارزه کې پر امنيتي پوسته شوې ده. په دې بريد کې ۳ ایف سي سرتيري وژل شوي او ۳ ژوبل دي. د جنوبي وزيرستان د پوليسو مشر شوکت علي د جون په ۳۰مه مشال رېډيو ته وويل چې بيګا د شپې شا وخوا يولس نيمې بجې وسله والو په فقير کلي پوسته بريد وکړ چې وروسته تر څه باندې دوو بجو پورې د اېف سي سرتيرو او وسله والو ترمنځ نښته روانه وه. نوموړی زیاتوي چې تر بريد وروسته په سيمه کې د لټون عمليات پېل شوي دي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د پښتنو پر سیاست د عثمان کاکړ د مرګ اغېز او راتلونکې ننګونې

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر سیاستوال عثمان کاکړ د مرګ پر لاملونه لاهم بحثونه تاوده دي. زیاتره سياسي ګوندونو د هغه مړینه د سيمې لپاره يو لوی تاوان بللی دی. د کاکړ مرګ د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشرتابه په سياسي لحاظ له کومو چېلنجونو سره مخامخ کړی؟ د مشال تر رڼا لاندې بحث کې دا او نورې پوښتنې شوې دي

Mashaalradio.com 

د بلوچستان حکومت نوي ډويژنونه جوړ کړل

د بلوچستان حکومت د صوبې  پښتون مېشته سيمې ژوب ډویژن په دوو برخو ویشلی او له قلعه عبدالله یې چمن جلا کړی دی. ​د بلوچستان ګورنر امان الله یاسین زي د يو نوټيفیکېشن له لارې کړي حکم کې د لورالايي په نوم نوی ډويژن جوړ کړی دی. د جون په ۲۹مه نیټه شوې دې پرېکړې تر مخه به اوس چمن جلا او قلعه عبدالله جلا ضلعه وي. په قلعه عبدالله کې به تحصیل قلعه عبدالله ، تحصیل ګلستان او سب تحصیل دوبندي او په چمن کې د چمن ښار اوتحصیل صدر چمن شامل وي.  دنوټیفیکشن له مخې له ژوب ډويژنه لورالاي بېله شوې او جلا ډويژن شوی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کرونا درېیمه څپه؛ دې وروستیو کې یې ځوان قشر ارمانجن ګور ته ښکته کړل

په افغانستان کې زیات خلک باور لري چې کرونا ویروس د ځوانانو پرتله د پاخه عمر لرونکو کسانو ژوند ډېر ګواښي، خو په دې هېواد کې د کرونا ویروس له امله د مړینې وروستیو شمېرو ته په کتو ښایي د ځوان قشر دا محاسبه غلته ثابته شي. ښایي دا شپې، ورځې په افغاني ټولنه کې اکثره کورنۍ دردونکې کیسې ولري. د کرونا وژونکي ناروغۍ درېیمې څپې په دې هېواد کې نږدې هره کورنۍ په مستقیم او غیر مستقیم ډول ّځپلې ده. دې ویروس له ډېری کورنیو د سر سیورۍ او د دعاګانو څلي واخیستل او دا لړۍ لاهم په تېزۍ سره روانه ده. ۳۲ کلن ډاکټر... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د علي وزیر سره د بند او له پي ټي ايم د ممکنه ګوند جوړېدو په اړه مرکه

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او په پارلمان کې د جنوبي وزیرستان استازی علي وزیر وايي د ظلم خلاف به له خبرو لاس وانخلي. هغه د بجټ په اړه د بحث لپاره له بنده په عارضي ډول خوشې شوی. نوموړی وايي لا تر اوسه یې فېصله نه ده کړې چې له پي ټي ايم څخه د ګوند جوړېدو په اړه پرېکړه وکړي. بوريوال کاکړ ورسره مرکه کړې

Pa.azadiradio.com 

لغمان چارواکي: نامعلومو وسله والو مهترلام کې یو دیني عالم وژلی

د لغمان چارواکي په دغه ولایت کې د یوه دیني عالم د وژل کېدو خبر ورکوي. د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي ازادي راډیو وویل چې نن چهارشنبه (د چنګاښ په ۹مه) سهار د مرکز مهترلام اړوند انارباغ سیمه کې دیني عالم او د لغمان د حج او اوقافو ریاست د احتساب مدیر مولوي نصرالمن الله چې دندې ته پر لاره وو ، نامعلومو وسله والو په ډزو وواژه. ښاغلی دولتزی زیاتوي، د امنیتي او کشفي ارګانونو له خوا پلټنې روانې دي، څو د پېښې عاملان پیدا او د قانون  منګولو ته وسپاري. د دې پېښې مسؤلیت تردې دمه چا نه دی منلی.

Mashaalradio.com 

که طالبان د سيمو نيول بس نه کړي، هوايي بريدونه پرې کېدلی شي: جنرل ميلر

په افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان وايي که طالبان د سيمو نيولو ته دوام ورکړي نو پر ضد یې هوايي حملې کېدلی شي. جنرل سکاټ میلر ويلي که وسله وال طالبان په دې جګړه ځپلي هېواد کې خپل بریدونه همداسې روان وساتي نو نړيوال ځواکونه پرې بمباري کولی شي. طالبانو په دا وروستيو اوونيو کې ګڼې ولسوالۍ له حکومتي ځواکونو نيولي دي. د دوی دې کار اندېښنې راپارولي چې د سيپتمبر تر ۱۱مې نېټې له دې هېواده د امريکا په مشرۍ د نړيوالو ځواکونو له وتلو وروسته، په کابل کې د غرب ملاتړ لرونکی حکومت او افغان امنيتي ځواکونه له سقوط سره مخاخېدلای شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جرمني افغانستان کې پوځي ماموریت پای ته ورساوه، وروستي سرتیري یې هم ووتل

جرمني اعلان وکړ چې له افغانستانه یې د خپلو ټولو عسکرو په ایستلو سره، دې هېواد کې خپل نږدې۲۰ کلن پوځي ماموریت په بشپړ ډول پای ته رسولی دی. رویټرز خبري اژانس او ګڼو نورو رسنیو خبر ورکړی چې د دې هېواد وروستي عسکر پرون د سې‌شنبې په ورځ (د چنګاښ ۸مه) د مزارشریف له هوايي ډګره ووتل او خپل هېواد ته ستانه شول. د جرمني د دفاع وزیرې اناګریت کرمپ کارنباور هم په خپله ټویټرپاڼه د خپلو ټولو عسکرو د ستنېدو خبره کړې او زیاتوي: "په دې سره د هغه تاریخي پراخ پوځي ماموریت څپرکی تړل کېږي چې زموږ لپاره یوه ازموینه... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د پاکستان قامي اسمبلۍ کلنی بجټ منظور کړ

د پاکستان قامي اسمبلۍ د ۲۰۲۱ ـــ۲۰۲۲م مالي کال لپاره د ۸۴۸۷ (اته زره څلور سوه اووه اتيا) اربه روپيو بجټ منظوري ورکړه. دا بجټ د جون پر ۱۱مه د پاکستان د خزانې وزير شوکت ترين  وړاندې کړی وو چې وروسته پرې په قامي اسمبلۍ کې د حکومت او حزب اختلاف غړيو بحثونه وکړل او ترميمي سپارښتنې يې وکړې.  د شوکت ترین په وینا چی له یو زر سي سي اينجن لرونکو ګاډو څخه به کم  ټیکسونه اخیستل کیږي، په میډیکل بيلونو لګیدلي ټیکسونه واپس اخیستل شوي، په شيدو او نورو خوارکي او ځینو غیر خوراکي شیانو به پر ټیکسونو کې اضافه نه کیږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران له ملاتړه د برخمنو ملېشو په اړه د ګرین فېلډ څرګندونې

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره وايي، د دغه هېواد پوځ د عراق او سوریي په پوله کې د ایران له ملاتړه پر برخمنو ملېشو وروستۍ هوايي حملې د دې لپاره وکړې چې پر امریکايي تأسیساتو د ایران او دغو ملېشو د نورو بریدونو مخه ونیسي.  لینډا توماس ګرین فیلډ پرون سې شنبه(د چنګاښ ۸مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یوه لیک کې همدا راز ویلي، په دې هوايي برید کې د هغو ملېشو مرکزونه په نښه شوي چې د بې پېلوټه الوتکو په وسیله په عراق کې پر امریکايي ځواکونو او تأسیساتو بریدونه کوي.  د امریکا جنګي الوتکو د دوشنبې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا او سعودي د ایران او منځني ختیځ په اړه خبرې وکړې 

د امریکا او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ایران او منځني ختیځ په اړه خبرې وکړې.  د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له خپل سعودي ساري فیصل بن فرحان سره پرون سې شنبه(د چنګاښ ۸مه) د ایټالیا د جنوب په ماترا ښار کې د 'جي شل' ډلې د غونډې په څنګ کې خبرې وکړې.  د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دواړو وزیرانو په دې کتنه کې په سیمه کې د ایران د ورانکارو لاس وهنو، په یمن کې د حوثي یاغیانو او نورو سخت دریځو ډلو د مالي ملاتړ د مخنیوي لپاره د خپلو هم غږو ګډو اقداماتو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.

Pa.azadiradio.com 

د بې وزلو او بډایو هېوادونو ترمنځ د کرونا ضد واکسینونو ویش کې لویه نابرابري

شااوخوا شپږ میاشتې مخکې په روسیه، بریتانیا، متحده ایالاتونو او ځینو نورو هېوادونو کې د کرونا واکسینونو تطبیق پیل شو. اوس په نړۍ کې د کرونا د واکسینونو د ورکړل شوېو ستنو شمېر له درې میلیارډو اوښتی دی. خو د بلومبرګ د شمېرو له مخکې د کرونا پرضد د واکسینونو په دې لوی نړیوال کمپاین کې د فقیرو او بډایو هېوادونو ترمنځ توپیر څرګند دی.  د نړۍ ۲۷ بډایو هېوادونو د تطبیق شوېو واکسینونو ۲۳ سلنه کارولي دي. د امریکا متحده ایالاتونه د نړۍ د نفوس ۴ عشاریه ۳ برخه جوړوي، خو تر اوسه یې په نړیوال کچ تر ۱۱ سلنې زیات د کرونا واکسین کارولي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بلخ کې د غنمو د ننداریزو قطعو حاصلات زیات شوي

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، په بلخ کې د غنمو د ننداریزو قطعو د حاصلاتو په راټولولو سره معلومه شوې چې د قطعو د غنمو د نورو کرنیزو ځمکو پرتله په هر جریب ځمکه کې ۳۵ تر ۴۰ سلنه زیات حاصلات ورکړي دي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن چهارشنبه (د چنګاښ په ۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه ننداریزې قطې د بلخ په نهر شاهي، دهدادي، بلخ، خُلم، دولت‌اباد او شولګره کې جوړې شوي دي. د ننداریزو قطعو له جوړولو هدف دا دی چې بزګران وهڅول شي او د دوی ظرفیتونه لوړ شي. که څه هم د کرنې، اوبو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اترا: جګړو روان کال ۵۱ مخابراتي ټاورونه تخریب کړي

د افغانستان د مخابراتي خدمونو د تنظیم یا اترا اداره وايي چې په جګړو او نا امنیو کې سلګونه مخابراتي ټاورونه تخریب یا له منځه تللي چې له امله یې دغې ادارې ته میلیونونه ډالر زیان اوښتی دی. د اترا ویاند سعید شینواري نن چهارشنبه (د چنګاښ په ۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې د روان مالي کال په لومړۍ ربع کې د ټول هېواد په کچه د جګړو، او ناامنیو له امله ۵۱ مخابراتي ټاورونه په بشپړ او یا نسبي ډول تخریب شوي دي. ښاغلی شینواری وایي، په تېر ۱۳۹۹ مالي کال کې هم د هېواد په کچه ۳۰۸ مخابراتي ټاورونه په بشپړ یا نسبي ډول له منځه تللي وو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کونړ کې بې ځایه شوي کډوال بېړنیو مرستو ته شدیده اړتیا لري

جګړې په کونړ ولایت کې سلګونه کورنۍ له خپلو اصلي مېنو بې ځایه کړي دي. په دې ولایت کې چې د دې بې ځایه شوېو کورنیو شمېر چې ددې ولایت چارواکي ۳۰۰ کورنۍ یادوي بېړنیو مرستو ته شدیده اړتیا لري.  هاخوا بې ځایه شوي کډوال وایي، شمېر یې له ۳۰۰ ښايي زیات وي.   چارواکي وايي ،له بې ځایه شوېو سره د مرستو لپاره سروې کوي او ډېر ژر به له دوی سره د مرستو لړۍ پیل کړي.   نور حال په دې ویډیويي راپور کې وګورئ او له خپلو ملګرو سره یې هم شریک کړئ:

Pa.azadiradio.com 

جرمني افغانستان کې نژدې شل کلن پوځي ماموریت پای ته ورساوه

جرمني له افغانستانه د خپلو وروستیو سرتېرو په ایستلو سره په دې هېواد کې نژدې شل کلن پوځي ماموریت پای ته ورساوه.   د جرمني دفاع وزیرې اناګریت کرمپ کارنباور په یوه ټویټ کې وویل چې له افغانستانه د جرمني وروستي سرتیري بېرته هېواد ته په لاره دي او زیاته یې کړه، په دې سره د هغه تاریخي پراخ پوځي ماموریت باب تړل کېږي چې زموږ لپاره یوه ازموینه وه.  د جرمني ډي پې اې خبري اژانس د راپور له مخې د جرمني وروستي سرتیري پرون سې شنبه(د چنګاښ ۸مه) د مزارشریف د ښار له هوایي ډګره د دې هېواد د هوایي ځواکونو د الوتکو په ذریعه وایستل شول. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هرات چارواکي: په ګلران او ادرسکن ولسوالیو کې ۲۰ طالبان وژل شوي

د هرات چارواکي د دې ولایت په ګلران او ادرسکن ولسوالیو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو په پایله کې وسله والو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو خبره کوي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل: "په ګلران او ادرسکن ولسوالیو کې د افغان ځواکونو له خوا پر طالبانو د حملو او نښتو په نتیجه کې ۲۶وسله وال طالبان وژل شوي او یو شمېر نور یې ټپیان دي. شل طالبان په ګلران او ۶ نور یې په ادرسکن کې وژل شوي دي." د هرات د والي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ګلران ولسوالۍ ته د غځېدلې لارې په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مېلر: که طالبان غواړي پرې بریدونه ونه شي، عملیات دې ودروي

په افغانستان کې د ناټو او امريکا لوړپوړی پوځي قوماندان وايي، که طالبان غواړي چې هوايي بريدونه ورباندې ونه شي نو خپل عمليات دې ودروي. سکاټ مېلر زیاتوي، په دوحه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د ترسره شوې هوکړې له مخې لا هم د افغان ځواکونو ملاتړ او دفاع صلاحيت لري. جنرال ميلر اوسنۍ امنيتي وضعيت او د ولسواليو سقوط د اندیښنې وړ بولي او وايي چې دا کار پوځي روان شناسي اړخ لري. بشپړ ویډیويي راپور ددې تړوني په کېکاږلو سره وګورئ:

Pa.azadiradio.com 

نړۍ کې د کرونا واکسین د لګول شوېو ډوزو شمېر له ۳ میلیاردو واوښت

په نړۍ کې د کووېډ -۱۹ ناروغۍ ضد واکسین د لګول شوېو ډوزو شمېر له درې میلیارډو واوښت.   له څه باندې شپږو میاشتو راهیسې چې د لومړي ځل لپاره په بریتانیا، روسیې، امریکا او نورو هېوادونو کې د کرونا ضد واکسینونو د تطبیق بهېر پیل شوی، تر اوسه دغومره ډوزه واکسین تطبیق شوي دي. د بلومبرګ د څېړنې له مخې په نړۍ کې د واکسینونو دغه تاریخي کمپاین دغه راز د شتمنو او بې وزلو هېوادونو ترمنځ نا انډولي هم په ډاګه کړې، په دې معنی چې د ټولو تطبیق شوېو واکسینونو په سلو کې ۲۳ یې په ۲۷ شتمنو هېوادونو پورې تړلي. د امریکا... Читать дальше...



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



103news.com — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Не нравится, не хотите слышать — не читайте, читаете — будьте взаимно вежливы и корректны в своих высказываниях. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — обозреватель новостей. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. 103news.com — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от 123ru.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.


Новости от наших партнёров в Вашем городе


103news.com — информационный сайт, транслирующий новости города Вашего города онлайн. Всё, что происходило и происходит в городе — в оперативной ленте ежедневных новостей в интерактивном режиме на сайте 103news.com.

Самые свежие новости Вашего города, а также полный архив ежедневных событий города с аналитикой, комментариями и прямыми ссылками на источники информации. Местные городские, авторитетные региональные и популярные федеральные новостные агентства и телеканалы — в одной ленте новостей, упорядоченные по времени публикации и с обязательным указанием первоисточника информации. Ничего лишнего. Всё о чём говорят, пишут в газетах и блогах, показывают по телевизору и транслируют в интернете — из первых рук.



103news.com — самый полный календарь значимых и не очень событий Вашего города, в Вашем городе и о Вашем городе вчера, сегодня и прямо сейчас — от пользователей нашего сайта в режиме онлайн. А также — актуальные статьи и мировые новости.

Если же Вы проживаете в городе Вашем городе или у Вас есть просто интересная информация о городе и горожанах мы всегда рады разместить её на нашем портале с указанием в публикации Вашего авторства. Пишите нам на электронный адрес: mail@29ru.net. Создайте свой блог и, если он будет интересен, то Вы получите совершенно бесплатно баннер и прямую ссылку на него, размещённую на всех страницах региональных интернет-ресурсов нашей веб-группы, а это — более 1 000 000 просмотров в месяц.







103news.com — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 103news.com.

Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.

Другие популярные новости дня сегодня


Новости 24/7 Все города России





Топ 10 новостей последнего часа




Новости России

СЕНСАЦИОННЫЙ ДОКЛАД ПРО ДЕЛО СКРИПАЛЕЙ, САФРОНОВА, ГОЛУНОВА.

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: Отделение СФР по Москве и Московской области выплатило единовременное пособие при передаче ребенка на воспитание в семью 474 семьям региона

Роспотребнадзор изъял всю продукцию, приведшую к массовым отравлениям

Школьники из Лобни победили в международном конкурсе лоскутного шитья


Москва

СЕНСАЦИОННЫЙ ДОКЛАД ПРО ДЕЛО СКРИПАЛЕЙ, САФРОНОВА, ГОЛУНОВА.






Rss.plus

СЕНСАЦИОННЫЙ ДОКЛАД ПРО ДЕЛО СКРИПАЛЕЙ, САФРОНОВА, ГОЛУНОВА.

В Дубне сотрудники Росгвардии помогли утиному семейству перейти оживленную трассу

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: Отделение СФР по Москве и Московской области выплатило единовременное пособие при передаче ребенка на воспитание в семью 474 семьям региона

«ЯРКО» провела развлекательную программу на фестивале «Крутая песочница»

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: Активно укрепляем отношения с Китаем



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Сергей Брановицкий

Кинопродюсер.




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В Лужниках состоялась церемония открытия Всероссийской Спартакиады Специальной Олимпиады

Военно-спортивный фестиваль Росгвардии в «Лужниках» собрал более 20 000 москвичей и гостей столицы

Резидент «Инсайт Люди» Дмитрий Зубов установил мировой рекорд по чеканке мяча


Кирилл Скачков

Кирилл Скачков из Новокузнецка стал победителем Игр стран БРИКС-2024



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Евро

Те самые русские с флагами на матче-открытия Евро — мы их нашли! Как попали на стадион и как реагируют вокруг?



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России