طالبان د انعکاس راډیو ټلویزیون مشر کور ته ننوتلي
د انعکاس ټلوېزیون یوه چارواکي چې د نوم له اخیستو یې ډډه وکړه، ادعا وکړه چې تېره شپه یو شمېر طالبان چې ځانونه د حقاني شبکې غړي بلل، د دې ټلوېزیون د مشر انجنیر زلمي کورته ننوتل او درې میله وسلې او څو موټر یې ترې بوتلل. د سرچینې په وینا، امنیتي ځواکونو انجنیر زلمی او ورور یې خوندي ځای ته انتقال کړل. د طالبانو د مذاکراتي ټیم غړي سهیل شاهین ازادي راډیو ته وویل چې د خلکو کورونو ته ننوتل او د هغوی موټر او سامان اخیستل د ده په خبره د اسلامي امارت د پالیسۍ خلاف دي او باید په کلکه یې مخنیوی وشي. د ښاغلي... Читать дальше...