کابل کې د ښځو اعتراض له تاوتريخوالي سره مل و
يو شمېر افغان ښځو کابل کې د دويېمې پرلپسې ورځې لپاره مظاهره وکړه. هغوی له طالب مشرانو څخه وغوښتل چې په راتلونکي حکومت کې ښځو ته ونډه ورکړي او د ښځو حقونه وساتي. اعتراض په تاوتريخوالي واوښت چې لږترلږه يوه ښځه په کې ټپي شوه. طالبانو ويلي چې د اسلام په چوکاټ کې به ښځو ته د کار او زده کړو اجازه ورکړي