مسکو: د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندنه د شانګهای سازمان اجنډا کې شامله نهده
د شانګهای د همکارۍ سازمان لپاره د روسیې استازی وايي، د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنه د دې سازمان په اجنډا کې شامله نهده، خو له دغه ځواک سره چې اوس په افغانستان کې واک په لاس کې لري، تماسونه نیسي. د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د شانګهای همکارۍ سازمان لپاره د روسیې استازي بختیار حکیموف پرون (پنجشنبه) په یوه انلاین کنفرانس کې وویل: "طالبان په روسیه کې د یوه ترورېستي تحریک په توګه غیر قانوني دي، خو اوس دا یو حقیقت دی چې د طالبانو تحریک واک په لاس کې لري. نوی موقت حکومتیې جوړ کړی. په اوس وخت... Читать дальше...