پولنډ کې د زهري مرخیړیو له کبله د یوې کورنۍ بل ماشوم هم ومړ
په پولنډ کې د زهري مرخېړیو د سوپ د خوړو له کبله د یوې افغانې کورنۍ یوه بل ماشوم هم پرون ساه ورکړه. دا افغانان تېره اوونۍ له افغانستانه د هوا له لارې د خلکو د اېستلو د عملیاتو په ترڅ کې پولنډ ته رسېدلي وو او د راپورونو له مخې د قرنطین مرکز ته له یوه نژدې ځنګله څخه یې دا مرخېړي راټول کړي. پولنډي داکټرانو دې شپږ کلن ماشوم ته بېړنۍ وېنه پیوند کړې وه، خو ویې نه شو کړای چې د هغه ژوند وژغوري. د دې ماشوم یو بل پنځه کلن ورور د پنجشنبې په ورځ د پولنډ د ماشومانو په مرکزي روغتون کې ساه ورکړه، خو د دوی ۱۷ کلنه خور له علاج وروسته له روغتونه رخصت شوه. Читать дальше...