'غیر مسؤله وسلهوال' کابل کې د سلام وطندار راډیو دفتر ته ننوتي او ګروېږنې یې کړي
ورځ تر بلې د رسنیو د فعالیتونو پر وړاندې د خنډونو رامنځته کولو افغان رسنۍ اندېښمنې کړې دي. تازه د سلام وطندار خصوصي راډیو مسؤلین وايي، د یکشنبې په ورځ د عبدالمالک صافي په مشرۍ یو ډله وسلهوال چې ځانونهیې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د استخباراتو کارکوونکي معرفي کول د دغه رسنۍ دفتر ته ننوتي دي. د دغې رسنۍ اجرائیوي رئیس ناصر عمر د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د تلې ۰۶» ازادي راډیو ته وویل، دې کار د سلام وطندار راډیو د کارکوونکو او خبریالانو پر روحیه اغېز کړی دی. ښاغلی عمر زیاتوي: "دغه کسان... Читать дальше...