د صنعت کارانو ټولنه: د ۶۰ سلنه تولیدي کارخونو کارونه کم یا په ټپه درېدلي
د افغانستان د صنعتکارانو ټولنه وايي، په تېرو درېیو میاشتو کې د ۶۰ سلنه تولیدي کارخونو کارونه کم شوي یا په ټپه درېدلي دي. د دې ټولنې مشر عبدالجبار صافي نن دوشنبه (د لړم په ۲۴مه) ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو له واکمنېدو سره بانکي ستونزو د ټول هېواد په کچه د صنعتي فابریکو په فعالیتونو منفي تأثیر کړی دی. ښاغلی صافی وايي، د پیسو د نشتوالي له امله د فابریکو مسؤلان نهشي کولای خام مواد وارد کړي، له همدې امله فابریکې یا تړل شوي او یا یې هم فعالیتونه کم شوي دي چې له دې سره د دې فابریکو ډېر کارکوونکي هم وزګاره شوي دي. Читать дальше...