Мы в Telegram
Добавить новость
World News in Pashto

Новости сегодня на DirectAdvert

Новости сегодня от Adwile

Ноябрь
2023

Новости за 03.11.2023

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان بلوچستان کې پر امنیتي ځواکونو برید؛ ۱۴ پوځیان وژل شوي

په بلوچستان ایالت کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر کاروان د وسله‌والو برید ۱۴ کسان وژلي دي. په پاکستان کې د تاوتریخوالي د پېښو په دوام د دې هېواد پوځ نن ناوخته خبر ورکړ چې د بلوچستان ایالت په ګوادر ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان په برید کې ۱۴ سرتېري وژل شوي دي. د پوځ د عامه اړیکو څانګې په یوه بیان کې وویل چې د امنیتي ځواکونو دوه موټر چې پوځي پرسونل په کې سپاره وو، په دې برید کې په نښه شوي دي. په بیان کې کومه ځانګړې ډله په دې برید نه ده تورنه شوې، خو دومره یادونه شوې چې دا یوه تروریستي حمله وه. Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

پاکستاني چارواکي: په بلوچستان کې وسله‌والو ۱۴ پوځیان وژلي

د پاکستان پوځ وايي، نن جمعه په بلوچستان ایالت کې د ناپېژانده وسله‌والو په برید کې ۱۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو له دفتر څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د پوځیانو دوه موټرې د بلوچستان په ساحلي سیمه کې له پسنۍ څخه اورمړې سېمې ته روان وو چې وسله‌والو پرې برید وکړ. ترواسه د برید مسوولیت کوم چا په غاړه نه دی اخیستی. خو بلوڅ بیلتون غوښتونکي وخت ناوخته په پاکستاني پوځیانو بریدونه کوي.

Pa.azadiradio.com 

د اسراییل صدراعظم په غزه کې د لنډمهاله اوربند وړاندیز رد کړ

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو په غزې تړانګه کې د لنډمهاله اوربند پیشنهاد رد کړ او ویې ویلي چې د اسراییل تهاجمي عملیات به تر هغو روان وي چې حماس ډلې یرغل کړي کسان خوشې کړي نه وي. اسوشېټېډپرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې نتنیاهو په دې اړه لنډه شېبه وروسته له هغې خبرې وکړې چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انټوني بلېنکن سره یې وکتل. بلېنکن نن تل ابیب ته ورسېد او په غزې تړانګه کې یې د اسراییل په تهاجمي عملیاتو کې د لنډمهاله وقفې غوښتنه وکړه، څو په سیمه کې بشري وضعیت بهتره شي. هغه همدا راز له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ افغانستان هالنډ ته ماتې ورکړه

د هندوستان په لکنو ښار کې د کرکټ نړیوال جام ۳۴مه سیالي کې افغانستان د هالنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه. هالنډ یا نیدرلینډ ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ۴۷ اورونو کې ۱۷۹ منډې وکړې. یادې لوبډلې ته سېبرن اینجیل ښه ولوبېد چې ۵۸ منډې یې وکړې. د هالنډ په توپوهونکو کې نن څلور لوبغاړي رن اوټ شول. په افغان توپ اچونکو کې محمدنبي ۳، نور احمد۲ او مجیب الرحمت یوه وېکټ واخېسته. د افغانستان په لوبغاړو کې رحمت شاه او حشمت الله شهیدي پنځوسیزې وکړې او په دې سره یې د هالنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه. دا د کرکټ په نړیوال جام روانو سیالیو کې د افغانستان څلورمه بریا ده.

Pa.azadiradio.com 

که له ما پوښتنه وشي چې تر ټولو بدبخته څوک دی؟ زه وایم: کډوال

که یو سړی ونه غږېږي، ونه ژاړي او ونه لیکي، نو څه باید وکړي چې غم یې کم شي؟ ومري یا وچوي؟ که له ما څخه پوښتنه وشي چې تر ټولو بدبخته څوک دی؟ زه وایم: کډوال که څوک له ما پوښتنه وکړي، تر ټولو بد حالت څه دی؟ زه وایم: کډوالي او زه په ریښتیا له لفظ سره کرکه لرم... په خپلې فېسبوکپاڼې مې ولیکل، هغه کسان چې په پاکستان کې دي د خپل وضعیت په اړه راته ولیکئ! د زحل په نامه یوه پېغله چې ۲۷ کاله عمر لري د خپلې کورنۍ سره پاکستان ته کډه شوي. د زحل خور او ورور د دې لپاره چې څارنوالان وو، د طالبانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د خوړو د نه خوندیتوب د زیاتېدو خبرداری ورکړل شوی

د خوړو نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي، افغانستان د نړۍ یو له هغو اتو هېوادونو څخه دی چې د خوړو خوندیتوب نه لري. یادو ادارو د جمعې په ورځ په یوه نوي ګډ راپور کې چې 'د ۲۰۲۳ له نومبر څخه د ۲۰۲۴م تر اپرېل پورې د خوړو د شدید نه خوندیتوب لومړنی خبرداری' په نوم خپور شوی ویلي، افغانستان، د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت، ایتوپیا، هایټي، پاکستان، سومالیا، سوریه او یمن هغه اته هیوادونه دي چې د خوړو د شدید نه خوندیتوب له امله د ډېرې لوړې اندېښنې لرونکو هېوادونو په توګه پېژندل شوي. ... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ډېری افغان ماشومان هېواد ته پر لاره ناروغه شوي دي

له پاکستانه په ایستل کېدونکو بې اسناده کډوالو کې ګڼ ماشومان هم شامل دي چې د اوږد سفر پر مهال خوړو او روغتیايي خدماتو ته په لاسرسي کې له ستونزو سره مخامخ دي. یوشمېر میندې وايي چې ډېری ماشومان پر لاره ناروغه شوي دي او د درملنې پیسې نه لري. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: روسیې د اوکراین پر ښارونو او بنسټونو د بې پېلوټه الوتکو بریدونه کړي

اوکرایني چارواکو نن وویل چې روسیې تېره شپه د اوکراین پر ښارونو او بنسټونو د بې پېلوټه الوتکو په مرسته پراخې حملې کړې دي. دغو چارواکو خبرداری ورکړی چې مسکو ښايي تر ژمي مخکې خپلې حملې لا سختې کړي. د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي په خپله ایکس شبکه چې پخواني ټویټر نومېده نن جمعه لیکلي چې روسیې تېره شپه د 'شاهد' په نوم څلوېښت بې پېلوټه الوتکې توغولي دي. د هغه په وینا، د دغو الوتکو تر نیمايي زیاټې نسکورې کړای شوې دي. د فرانسې خبري اژانس په لیکنه، پر اوکراین د روسیې د جګړې له پیله د شاهد په نوم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له پاکستانه د کډوالو ایستل؛ ځینې اسناد لرونکي افغانان هم په زوره ایستل شوي

په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال ادعا کوي چې له قانوني اسنادو له درلودلو سره سره د دغه هېواد د پولیسو له خوا شړل شوي او یا هم د ايستلو له ګواښ سره مخ دي. په داسې حال کې چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک شوی، په ياد هېواد کې یو شمېر کډوال ادعا کوي چې د پاکستان پولیس د دغه هېواد د حکومت د ژمنې خلاف هغه افغان کډوال چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد هم لري، له ياد هېواده شړي. زرغونه احمدي يوه افغان مدافع وکیله، چې په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو له امله پاکستان تللې ده.... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ډېره اسماعيل خان کې ۲ چاودنو ۶ کسان وژلي او ۲۴ ژوبل کړي دي

د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې په دوو بېلو چاودنو کې شپږ کسان وژل شوي او ۲۴ نور ژوبل شوي دي. د نومبر پر درېيمه لومړۍ چاودنه په ټانک اډه سيمه کې د پوليسو ګاډي ته نېږدې وشوه چې پکې پينځه عام وګړي ووژل شول او د دوو پوليسو په ګدون ۲۴ ژوبل شول. دويمه چاودنه په کلاچۍ سيمه کې د پوځ ګاډي ته نېږدې وشوه چې د پوليسو په وينا يو پوځي پکې ووژل شو. ويډيو رپورټ

Pa.azadiradio.com 

اوکراین د روسیې پر وړاندې مبارزې لپاره د لا زیات ملاتړ غوښتنه وکړه

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولیبا جرمني ته د سفر پر مهال، د روسي ځواکونو پر وړاندې د مبارزې لپاره خپل هېواد ته د لا زیات ملاتړ غوښتنه وکړه. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې په منځني ختیځ کې روان وضعیت ته د نړیوالو زیات پام اوښتی دی. کولیبا نن په برلین کې د خبرو پر مهال چې 'زیټ ډي ایف' تلوېزیون خپرې کړې، ویلي: "پر موږ اعتماد وکړ‎ئ او ملاتړ مو وکړئ، زموږ بریا به ستاسو بریا وي." د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر په عین حال کې ټینګار وکړ، که څه هم پر اوکراین د روسیې یرغل ته د رسنیو پام... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پر غزې د اسراییلو د بمباریو دوام؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تل‌ابیب ته رسېدلی

په داسې حال کې چې په غزه کې لا هم د اسراییل بمباري روانه ده، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نن تل ابیب ته ورسېد. د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن، د غزې په جګړه کې پر بشري اوربند د ټینګار لپاره نن تل ابیب ته ورسېد. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، بلېنکن په دې سفر کې د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره د خبرو پر مهال په غزه کې ملکیانو ته د زیان اوښتو د کمېدو په باب خبرې کوي. په دې ځای کې د روانو جګړو له کبله د خوراکي موادو، سون توکو، اوبو او درملو کموالی احساسېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې پر طالبانو د افغان فلم د مدیر 'فریدون فکوري' د نیولو ادعا شوې

په هرات ولایت کې د افغان فلم د مدير فریدون فکوري یو شمېر خپلوان ادعا کوي چې فکوري د طالبانو د حکومت له خوا نیول شوی دی. دوی د جمعې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې ښاغلی فکوري د روانې اوونۍ د سه شنبې په ورځ شاوخوا یوه بجه وروسته له هغه چې له خپل دفتر څخه کور ته روان و، په هرات کې د طالبانو د حکومت د استخباراتو له ونیول شو. د فريدون فکوري يو خپلوان چې نه غواړي د امنيتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې ياد شي ازادي راډيو ته وويل چې د طالبانو حکومت تر اوسه د فکوري د نيولو د لامل په اړه د هغه کورنۍ او ملګرو ته ځواب نه دى ورکړى. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له پاکستانه افغانستان ته د ستونو شویو کډوالو لپاره د مرستو راټولولو کمپاین پیل شوی

د ټولنیزو رسنیو په لسګونه فعالانو، د کرکټ نامتو لوبغاړو او یو شمېر پېژندل شویو څېرو له پاکستانه خپل هېواد ته ستنو شويو افغان کډوالو سره له بېلابېلو لارو د مرستې راټولولو کمپاین پیل کړی دی. د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کارونکو افغانستان ته ستونو شویو او ستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستې لپاره، د ټولنیزو رسنیو له لارې یو انلاین کمپاین پیل کړی دی. دوی په سوداګرو، خیریه بنسټونو او شتمنو خلکو غږ کړی چې له هغو کډوالو مالي ملاتړ وکړي چې خپل هرڅه یې په پاکستان کې له لاسه ورکړي. ذبیح الله، چې افغان کډوالو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ نیدرلینډ افغانستان ته د ۱۸۰ منډو هدف وټاکه

نن د هندوستان په لکنو ښار کې د کرکټ نړیوال جام ۳۴مه سیالي د افغانستان او نیدرلینډ لوبډلو ترمنځ روانه ده. نیدرلینډ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ۴۷ اورونو کې ۱۷۹ منډې وکړې. یادې لوبډلې ته سېبرن اینجیل ښه ولوبېد چې ۵۸ منډې یې وکړې. د نیدرلینډ په توپوهونکو کې نن څلور لوبغاړي رن اوټ شول. په افغان توپ اچونکو کې محمدنبي ۳، نور احمد۲ او مجیب الرحمت یوه وېکټ واخېسته. که افغانستان نننۍ سیالي وګټي، نو د نومرو مجموعه به یې ۸ ته لوړه شي او نیمه پایلوبې ته به لا نېږدې شي.

Mashaalradio.com 

د بلوچستان کروندګرو د لوډشیډنګ پرضد احتجاج کړی دی

د نومبر پر دویمه د بلوچستان کرندګرو له هغې صوبې څخه د پاکستان نورو برخو ته تلونکې لارې تړلې وې او د اوبو او برېښنا چارو له ادارې (واپډا) څخه یې وغوښتل چې د ورځې دې ورته تر اتو ساعتونو پورې د بجلۍ ورکولو ژمنه عملي کړي. دوی وايي، د زیات لوډشیډنګ له وجې پر وخت اوبه خور نه شي کولای او فصلونه او باغونه یې له خطر سره مخامخ دي. په کوټه کې د واپډا چارواکي وايي چې کروندګر او باغوانان د برېښنا بېلونه نه پرې کوي نو ځکه ورته زیاته بجلي نه ورکوي. ویډیویي رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: پاکستان دې د ژوند خوندیتوب لپاره د ورغلو افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي

په داسې حال کې چې په زور له پاکستانه د کډوالو د ویستلو لړۍ روانه ده، ملګرو ملتونو یو وار بیا له پاکستانه غوښتي چې د هغو افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي چې د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره دې هېواد ته تللي دي. د دې سازمان د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک تېره ورځ په یو خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ چې خپل هېواد ته د کډوالو بېرته ستنېدل باید په خپله خوښه وي نه د جبر او زور له لارې. نوموړي وویل چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یا 'یو این ایچ سي آر' پاکستان ته ډاډ ورکړی چې دوی به د دغه کډوالو د مدیریت او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر ګړندي کولو لپاره نور مرکزونه هم پرانیستل

د پاکستان یو چارواکی وايي چې نن پر ډیورند کرښه ځینې نور مرکزونه هم پرانیستل شول چې له پاکستانه د لسګونو زرو افغان کډوالو د ایستلو بهیر ګړندی کړي. په خیبر کې د کمېشنر مرستیال عبدالناصر خان رویټرز اژانس ته ویلي، پر تورخم دروازه چې ډېر کډوال ورڅخه افغانستان ته اوړي، د دغو مرکزونو شمېر درې برابره زیات شوی دی. هغه زیاته کړې چې تر اوسه شاوخوا ۲۰زره کسان د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. د رویټرز د خبر له مخې د چمن له لارې بیا تر ۳۵زره ډېر بې اسناده افغانان، خپل هېواد ته ستانه شوي دي. په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني چارواکي: په دېره اسماعیل خان کې چاودنې پنځه کسان وژلي

په پاکستان کې د پولیسو چارواکي وايي چې نن سهار په دېره اسماعیل خان کې د ټانک اډې سره نږدې چاودنه کې پنځه کسان وژل شوي او د درېیو پوليسو په شمول ۲۱ کسان ژوبل شوي دي. د ژغورنې ډلې وايي، په ژوبلو کې د ترافیکو یو پولیس او يوه ښځه شامله ده. د پولیس چارواکو په خبره، دا چاودنه نن هغه وخت وشوه چې ټانک اډې سره د پوليسو د ګزمې موټر په تېرېدو و. پوليس چارواکي وايي چې د چاودنې د څرنګوالي په باب پلټنې پيل شوې دي. تر دا مهاله د دې چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی.

Pa.azadiradio.com 

رینا امیري د کډوالو ایستلو د عواقبو په تړاو په امریکا کې له پاکستاني سفیر سره خبرې کړي

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري وايي، له پاکستانه یې د افغان کډوالو د اخراج پر عواقبو په واشنګټن ډي سي کې د پاکستان له سفیر مسعود خان سره خبرې وکړې. مېرمن امیري نن سهار په خپله اکس شبکه کې لیکلي، افغانستان ته د ایستل کېدونکو افغان کډوالو اضطراري وضعیت د بررسۍ لپاره له خان سره د کتنې هرکلی کوي. د هغې په وینا، په دې کتنه کې یې پر ښځو او نورو زیانګالو ډلو د دې اخراج د اغېزو په باب بحث وکړ چې افغانستان ته تر ستنېدو وروسته له څه ډول خطراتو او چلنجونو سره مخامخېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ازادۍ جبهې په بغلان کې د طالبانو د استخباراتو پر ریاست د حملې ادعا کړې

د طالبانو یوې مخالفې ډلې، د افغانستان د ازادۍ جبهې په بغلان ولایت کې د طالبانو د استخباراتو پر ریاست د حملې ادعا کړې ده. دغې ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تېر ماښام په دې حمله کې د طالبانو د یوه مدیر په ګډون د دوی د استخباراتو ۴ کارکوونکي وژل شوي او دوه نور طالبان ټپیان شوي دي. خپلواکو سرچینو دغه ادعا تایید کړې نه ده او طالبانو هم په دې باب څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

'ډبلیو ایف پي' په ژمي کې د افغانانو لاسنیوي لپاره ۴۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په ژمي کې د کورنیو د لاسنیوي لپاره ۴۰۰ میلیون امریکايي ډالرو ته اړتیا لري. د دې ادارې د افغانستان څانګې نن په خپله ایکس شبکه کې لیکلي، په افغانستان کې سخت ژمي ته یوازې یو څو اوونۍ پاتې چې له کبله به یې په غرنیو سیمو کې د واورو او کنګلونو له کبله د خلکو د تګ راتګ لارې تړلې وي. د افغانستان په سړو سیمو کې هر کال د واورې له اورېدو سره عمدتاً مواصلاتي لارې تړل کېږي او زیاتې کورنۍ په سختۍ د اړتیا وړ خوراکي مواد ترلاسه کوي.



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



103news.com — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Не нравится, не хотите слышать — не читайте, читаете — будьте взаимно вежливы и корректны в своих высказываниях. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — обозреватель новостей. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. 103news.com — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от 123ru.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.


Новости от наших партнёров в Вашем городе


103news.com — информационный сайт, транслирующий новости города Вашего города онлайн. Всё, что происходило и происходит в городе — в оперативной ленте ежедневных новостей в интерактивном режиме на сайте 103news.com.

Самые свежие новости Вашего города, а также полный архив ежедневных событий города с аналитикой, комментариями и прямыми ссылками на источники информации. Местные городские, авторитетные региональные и популярные федеральные новостные агентства и телеканалы — в одной ленте новостей, упорядоченные по времени публикации и с обязательным указанием первоисточника информации. Ничего лишнего. Всё о чём говорят, пишут в газетах и блогах, показывают по телевизору и транслируют в интернете — из первых рук.



103news.com — самый полный календарь значимых и не очень событий Вашего города, в Вашем городе и о Вашем городе вчера, сегодня и прямо сейчас — от пользователей нашего сайта в режиме онлайн. А также — актуальные статьи и мировые новости.

Если же Вы проживаете в городе Вашем городе или у Вас есть просто интересная информация о городе и горожанах мы всегда рады разместить её на нашем портале с указанием в публикации Вашего авторства. Пишите нам на электронный адрес: mail@29ru.net. Создайте свой блог и, если он будет интересен, то Вы получите совершенно бесплатно баннер и прямую ссылку на него, размещённую на всех страницах региональных интернет-ресурсов нашей веб-группы, а это — более 1 000 000 просмотров в месяц.







103news.com — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 103news.com.

Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.

Другие популярные новости дня сегодня


Новости 24/7 Все города России





Топ 10 новостей последнего часа




Новости России

Шапки женские вязаные на Wildberries, 2024 — новый цвет от 392 руб. (модель 466)

Шапки женские на Wildberries — скидки от 398 руб. (на новые оттенки)

В связи с возгоранием электрички в Подмосковье организована проверка

Глава "Интерроса" анонсировал создание цифровой платформы для формирования запросов на разработку отечественного оборудования


Москва

В Москве произошла драка с участием 15 человек, двое в больнице






Rss.plus

Шапки женские вязаные на Wildberries, 2024 — новый цвет от 392 руб. (модель 466)

В РМАТ ПРОШЕЛ I БИЗНЕС-ФОРУМ ВЫПУСКНИКОВ РМАТ 1999-2023 ГОДА ВЫПУСКА, ПОСВЯЩЕННЫЙ 55-ЛЕТНЕМУ ЮБИЛЕЮ АКАДЕМИИ

Шапки женские на Wildberries — скидки от 398 руб. (на новые оттенки)

"Возрождение интереса к народному искусству и ремеслам в современном мире"

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин подвел итоги Московской олимпиады школьников



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Сергей Брановицкий

Продвижение Музыки. Раскрутка Музыки. Продвижение Песни. Раскрутка Песни.




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Клиенты СберСтрахования стали в 1,5 раза чаще приобретать страховки для бегунов

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве

Сотрудница ОМОН "Оплот" приняла участие в костромском забеге «Галичское Заозерье»


ATP

Казахстанец совершил фантастический рывок в рейтинге ATP



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Lipatov Sound заявил о выходе нового трека “Red City”



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России