یو دوه تابعیته روسی – امریکاي وګړی د روسیې په جنوب کې زنداني شوی
د ازادې اروپا راډیو – قفقاز څانګې شنبه د جنوري ۲۵مه د محکمې داسې اسناد ترلاسه کړي چې د شمالي قفقاز په سیمه کې د روسیې د کاباردینو-بالکاریا جمهوریت واقعیتونه څرګندوي.
د ازادې اروپا راډیو – قفقاز څانګې شنبه د جنوري ۲۵مه د محکمې داسې اسناد ترلاسه کړي چې د شمالي قفقاز په سیمه کې د روسیې د کاباردینو-بالکاریا جمهوریت واقعیتونه څرګندوي.
د اسټرالیا د ټینس د ازادو سیالیو په وروستۍ ورځ د اتلولۍ لپاره د نړۍ لومړی شمېره اتل د دویم شمېره لوبغاړي په وړاندې لوبیږي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمدصادق وايي ګڼو افغان ځوانانو د علامه اقبال سکالیرشيپونو لپاره ازموینه ورکړه. هغه دا خبره په خپله ایکس پاڼه د پاکستان د لوړو زده کړو د تحصیلي بورسیو «علامه اقبال» د ازموینو د پيل په مناسبت کړې ده.
د افغانستان، ازبکستان، قرغزستان او چین ترمنځ د ریل پټلۍ د څلور اړخیزه اقتصادي دهلیز تړون یو بل کال هم وغځول شو.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر لوړې وروسته د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت په لوېدو دی او په یوه اوونۍ کې یې شپږ افغانۍ بدلون کړی. ډونالډ ټرمپ د امریکا بهرنۍ مرستې ځنډولي چې ورسره په افغانستان کې خلک او صرافان هم په اندېښنه کې دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لوبه کمېشنرۍ « یو ان اېچ سي ار» وايي چې د ۲۰۲۴ کال تر پایه څه باندې ۱۴۵ زره کسان په افغانستان له طبعي افتونو اغیزمن شوي دي.
د کونړ ولایت، خاص کونړ ولسوالۍ په شامکار سیمه د والیبال سیالۍ وشوې چې ۲۰ لوبډلو په کې ګډون کړی و. د سیالۍ ترتیبونکي وايي د طالبانو حکومت یا نورو بنسټونو ورسره مرسته نه ده کړې او ټولې سیالۍ یې په خپل ملاتړ کړي.
زرګونه فلسطینیانو د لویدیځې غاړې په رام الله ښار کې هغو فلسطیني بندیانو ته هرکلی ووایه چې اسراییلو نن له حماس ډلې سره د اسیرانو د تبادلې په لړۍ کې خوشې کړل. اسراییل وايي چې له خپلو زندانونو څخه یې ۲۰۰ فلسطیني بندیان خوشې کړي دي او له هغه مخکې فلسطینۍ حماس ډلې هم څلور اسراییلۍ ښځې چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه یې برمته کړې وې، سره صلیب ته وسپارلې.
په کابل کې واکمن طالبان اسلام اباد د داعش په روزنه تورنوي او پاکستان افغان طالبان تورنوي چې د تحریک طالبان پاکستان غړیو ته یې په خپله خاوره کې پناه ورکړې ده او دا وسله واله ډله له هغه ځایه د پاکستان دننه پوځي عملیات کوي. د دې روابطو په اړه دلته بحث لیدلی شئ
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپلو دیپلوماتیکو استازولیو ته په یو لیک کې په ټوله نړۍ کې د مرستیو د ژر تر ژره بندېدو امر کړی دی.
په هند کې د هغې مرموزې ناروغۍ په اړه تحقیقات پیل شوي دي چې ۱۷ کسان یې وژلي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کارپوهانو یوې ډلې د نړیوالې جزايي محکمې یا ای سي سي له لوري د طالبانو د مشر ملا هبت الله او د طالبانو د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو د حکم د غوښتنې هرکلی کړی.
د مخکښو بدن روزنکو سیالیو دوه ځلي نړیوال اتل علي آساهي نن د کابل ښار په سخي زیارت کې خاورو ته وسپار شول. د اساهي جنازې ته ګڼ شمېر خلک او ورزشکاران راغلي وو، خو په خپر شویو انځورونو کې لوړپوړي طالب چارواکي نه لیدل کېږي.
د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) نن شنبه د جنورۍ په ۲۵مه نېټه د تېر ۲۰۲۴ ز کال د شل اوریزو سیالیو د غوره وړتیا ښودونکو لوبغاړو یوولس کسیز نوملړ خپور کړی دی چې یوازې یو افغان لوبغاړی پکې شامل شوی دی. دغه لوبډله چې د روحیت شرما په لوبډلمشرۍ خپره شوې ده، له افغانستانه پکې د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر راشدخان اخیستل شوی دی. په لوبډله کې ټرېوېس هېډ، پیل سالټ، بابراعظم، نیکولاس پورن، سکندر رضا، هارډیک پانډیا، وینیندو هسرنګا، جسپریت بومرا او ارشديپ سینګ هم شامل دي. د کرکټ نړیوالې شورا لیکلي چې یادو لوبغاړو... Читать дальше...
په هند کې د هغې مرموزې ناروغۍ په اړه تحقیقات پیل شوي دي چې ۱۷ کسان یې وژلي دي. فرانسپرس خبري آژانس د هند تر کنټرول لاندې د جمو او کشمیر د سیمه ایزو چارواکو له قوله خبر ورکړی چې وايي، د ډسمبر میاشتې له پیل راهیسې د دې ناروغۍ په تلفاتو کې ۱۳ ماشومان هم شامل دي. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې دا ناروغي د بدال په نوم د جمو د راجوري سیمې په یوه کلي کې خپره شوې ده. په دې کلي کې د تېرې اونۍ په اوږدو کې ۲۳۰ کسان قرنطین شوي دي. د ناروغۍ قربانیان د هغو دریو کورنیو غړي دي چې له یوبل سره خپلوي لبري. د... Читать дальше...
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان قامي اسمبلۍ د جنورۍ پر ۲۳ مه پيکا ۲۰۲۵ ترميمي بل په دروند اکثريت سره منظور کړ.
د تهران والي غیرقانوني افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی چې که په پلازمېنه تهران کې واوسېږي، وبه نیول شي او له دې هېواده به وایستل شي. محمد صادق معتمدیان د ایران له ایلنا خبري آژانس سره په مرکه کې همداراز ویلي، هغه افغانان چې قانوني اسناد لري او په تهران کې د کډوالو لپاره د کار په ممنوع ساحو کې کار کوي هم له ورته اقدام سره مخامخ کېدای شي. د هغه په وینا سرغړوونکي به د قانوني پړاوونو په ترڅ کې له دې هېواده وایستل شي او افغانستان ته به ولېږل شي. معتمدیان وايي چې دا اقدامات به د ایران د امنیتي ځواکونه په مرسته عملي شي. Читать дальше...
د راپورونو له مخې مکسیکو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې هغه غوښتنه رد کړې چې دې هیواد ته په الوتکو کې د کډوالو د استولو او په خاوره کې یې ورته د کښینولو د اجازې ورکولو لپاره کړې وه. دا خبره د دواړو هیوادونو دوو چارواکو رویترز خبري آژانس ته کړې ده. د امریکا C-17 پوځي الوتکو د جمعې په ورځ ګواتیمالا ته دوه ورته الوتنې ترسره کړې، چې په هرې یوې کې یې شاوخوا ۸۰ تنه کډوال وو. خو وروسته له هغې چې د مکسیکو حکومت اجازه ورنکړه، امریکایي چارواکي ونه توانیدل چې مکسیکو ته ورته یوه الوتنه ترسره کړي. Читать дальше...
پیټ هیګسیټ Pete Hegseth ته د امریکا سنا جرګې یوازې دومره رایې ورکړې چې د امریکا د دفاع د نوي وزیر په توګه یې تایید ته اړتیا درلوده. دا د ولسمشرډونالډ ټرمپ لپاره یوه لویه بریا ځکه ده چې د هغه د جنجالي کاندیدۍ په وړاندې ډیموکراټانو او هم یوشمیرجمهوریپالو سخت مخالفت وکړ. هیګسیټ ته په سناجرګه کې پنځوس غړیو د تایید او پنځوسو نورو یې پرضد رایې ورکړې او هغه هم وروسته له هغې چې د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وینس د سناجرګې د مشرپه توګه له خپل رول څخه په استفادې د دغه حالت د پای ته رسولو لپاره کارواخیست. Читать дальше...
د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فدراسیون (IFRC) وایي د افغانستان په ګڼو برخو کې بشري وضعیت د تېر په شان په بېړني حال کې دی.
د پاکستان له محبسونو څخه ۶۶ تنه آزادي شوي افغان بندیان خپل هېواد ته ستانه شوي دي. د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پرون (د سلواغې پنځمه) پر خپله ویبپاڼه د دې بندیانو د خلاصېدو خبر ورکړی. په خبر کې د تورخم د سرحدي آمریت د معلوماتو په اساس راغلي چې دا کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له کبله د پاکستان له بېلابېلو سیمو څخه نیول شوي وو او هلته یې له دریو ورځو نیولې تر یوې میاشتې پورې د حبس بېلابېلې دورې تېرې کړې وې. د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو وزارت تېره اونۍ د پاکستان... Читать дальше...
د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویه کمیشنري وايي، په افغانستان کې د طبیعي پېښو له کبله لسګونه زره کسان زیانمن شوي. UNHCR پرون پر خپله ویبپاڼه په ټوله نړۍ کې د بحرانونو په څېړنیز راپور کې ویلي چې په دې پېښو کې له ۱۴۵ زرو ډېر کسان زیانمن شوي دي او د دې هېواد ټولو ۳۴ ولایتونو د سېلابونو په څېر طبیعي پېښې او ځینو یې د هوا ډېر ناوړه حالات تجربه کړي دي. د راپور له مخې د لسګونه کلیوالو سیمو خلک د طبیعي پېښو په نتیجه کې په خپلو کورونو کې پاتې کېدو ته اړ شوي دي ځکه لارې او سړکونه د طبیعې پېښو له کبله زیانمن شوي دي. Читать дальше...
د سره صلیب او سرې میاشتې د ټولنو نړیوال فدراسیون وايي چې د افغانستان ډېرو برخو ته د مرستو د رسولو وضعیت بېړنی دی. د دې فدراسیون د آسیا او پاسیفیک د څانګې سیمه ایز مشر الکساندر ماتیو پرون پر خپله ایکس پاڼه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي دي چې په افغانستان بشري وضعیت لاهم خراب دی او بېړنۍ مرستې کافي نه دي ځکه په دې هېواد کې بحران له اوږدې مودې راهیسې روان دی. نوموړی زیاتوي چې ده تېره اونۍ افغانستان ته سفر کړی و، او ویې لیدل چې کلیوالې مېرمنې د وینو د کمښت په ناروغۍ او ماشومان په ډېره سخته خوارځواکي اخته دي. Читать дальше...
پښتونخوا ملي عوامي ګوند په بلوچستان کې د ناامنۍ او پښتنو ستونزو په اړه په کوټه کې درې ورځنۍ جرګه پیل کړې ده. دا جرګه د جنورۍ پر ۲۴مه پيل شوې، چې پکې د ګوند غړو، نورو سیاسي استازو، قومي مشرانو او دیني عالمانو ګډون کړی دی. له دې وړاندې دغه ګوند په لورالای، ږوب، سیوۍ، پښین او چمن کې هم جرګې ترسره کړې وې. د دې جرګې په پای کې به د وړاندیزونو پر اساس قراردادونه وړاندې شي. په دې جرګو کې د تعلیم، روغتیا، امنیت او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تجارتي اسانتیاوو غوښتنې شوې دي. ویډیویي راپور.
د جنورۍ پر ۲۲مه د خوست په مرکزي زندان کې ۶۰ بندیانو ته د کسبونو د ښوولو پروګرام پیل شو. د زندان چارواکي وايي، له دې يې هدف تر سزا پوره کېدو وروسته هغه کسان ټولنې ته د سالمو وګړو په توګه ور ستنول دي. په زندان کې د بندیانو لپاره د عصري او دیني زده کړو پروګرام وار له مخه دوام لري. نور په ویډيويي رپورټ کې.
103news.com — информационный сайт, транслирующий новости города Вашего города онлайн. Всё, что происходило и происходит в городе — в оперативной ленте ежедневных новостей в интерактивном режиме на сайте 103news.com.
Самые свежие новости Вашего города, а также полный архив ежедневных событий города с аналитикой, комментариями и прямыми ссылками на источники информации. Местные городские, авторитетные региональные и популярные федеральные новостные агентства и телеканалы — в одной ленте новостей, упорядоченные по времени публикации и с обязательным указанием первоисточника информации. Ничего лишнего. Всё о чём говорят, пишут в газетах и блогах, показывают по телевизору и транслируют в интернете — из первых рук.
103news.com — самый полный календарь значимых и не очень событий Вашего города, в Вашем городе и о Вашем городе вчера, сегодня и прямо сейчас — от пользователей нашего сайта в режиме онлайн. А также — актуальные статьи и мировые новости.
Если же Вы проживаете в городе Вашем городе или у Вас есть просто интересная информация о городе и горожанах мы всегда рады разместить её на нашем портале с указанием в публикации Вашего авторства. Пишите нам на электронный адрес: mail@29ru.net. Создайте свой блог и, если он будет интересен, то Вы получите совершенно бесплатно баннер и прямую ссылку на него, размещённую на всех страницах региональных интернет-ресурсов нашей веб-группы, а это — более 1 000 000 просмотров в месяц.
103news.com — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 103news.com.
Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости