یوې هنګرۍ محکمې د یوې اوکراینۍ کښتۍ د کپتان د نیولو حکم کړی
![یوې هنګرۍ محکمې د یوې اوکراینۍ کښتۍ د کپتان د نیولو حکم کړی](https://gdb.rferl.org/0727C817-49DD-4592-8B45-52D20CC4E173_w800_h450.jpg)
یوې هنګرۍ محکمې د یوې اوکراینۍ کښتۍ د کپتان د نیولو او بندي کېدو حکم کړی دی.
د دغه کس کښتۍ څلور ورځې وړاندې په دانیوب رود کې له یوې تفریحي کښتۍ سره ولګېده چې په نتیجه کې یې د جنوبي کوریا ۷ تنه وګړي مړه شول.
د بوداپست محکمې د جون په لومړۍ د شنبې په ورځ امر وکړ چې کپتان یوري سي دې یوه میاشت په بند کې وي.
دغه ۶۴ کلن کپتان چې د مې پر۳۰ ونیول شوي، خپل له لوري هر ډول تېروتنه ردوي.
تراوسه معلومه نه ده چې د دې کښتیو د ټکر علت څه و.
د جنوبي کوریا اووه وګړي په دې پېښه کې مړه شوي، اووه نور یې ژغورل شوي او تر اوسه د دې هېواد نولس او دوه د هنګري وګړي لادرکه دي.
ګمان کېږي چې دغه ۲۱ کسان هم مړه شوي وي.