حوا علم نورستانۍ: موږ د خپل شفافیت قرباني شوي یوو
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسون مشره حوا علم نورستانۍ وايي دوی د شفافیت قرباني شوي دي.
هغې وویل: "موږ د خپل شفافیت قرباني شوي یوو."
نورستانۍ وايي چې د ټاکنو په تاریخ کې لومړی وار دی چي ۷۰۰ زره رایې باطلې شوې دي.
د حوا علم نورستانۍ په وینا، باطلو شوو رایو بایومټریک معلومات نه درلودل.
هغې پرون، د نومبر په ۲۲مه، له ازادي راډیو سره په مرکه کې د ۱۳۷ زره رایو د بیا ګڼلو له پرېکړې بیا دفاع وکړه او ویې ویل چې هغه رایې څېړي او بیا ګڼي چې بایومټریک معلومات لري ځکه کمېسیون د خلکو د حق د ضایع کېدو مسئولیت نه شي اخیستلی.
حوا علم نورستانۍ وړاندې وویل: "موږ بې طرفه یو، شفافیت لرو ، دې ته متعهد یو چې د افغانستان د خلکو د رایې درناوی وکړوو."
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرې وویل چې په ۷ ولایتونو کې د رایو د تفتیش او بیا ګڼلو کار نه دی پېل شوي.
هغې وویل چې له معترضو خواوو سره په خبرو او بحث لګیا دي.