چارواکي: طالبانو پکتیا کې د یوه واده پر مراسمو حمله کړې
د پکتیا ولایت چارواکي وايي چې وسلهوالو طالبانو په دغه ولایت کې د یوه واده پر مراسمو حمله کړې او د زوم پلار یې وژلی دی.
د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد لعل امیري ازادي راډیو ته وویل: "وسلهوالو طالبانو تېره شپه د دې ولایت د احمدابا ولسوالۍ په مچلغو سیمه کې د یوه قومي مشر په کور هغه مهال برید وکړ چې د واده مراسم پهکې روان و."
ځایي چاروکي وایي، د برید پر مهال د زوم پلار چې قومي مشر و، وژل شوی او درې تنه نور مېلمانهیې ټپیان شوي دي.
امیري وایي، سیمې ته د افغان ځواکونو په رسېدو سره په ځوابي ډزو کې یو وسلهوال وژل شوی او بل ټپي دی.
په ورته مهال د دې ولسوالۍ په یوه بله سیمه کې هم وسلهوالو طالبانو د پاڅون کوونکو د یوه قوماندان په کور برید کړی چې په نتیجه کې یې یو ځوان ټپي شوی او په ځوابي ډزو کې یو وسلهوال وژل شوی او بل ټپي شوی دی.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.