د کرکټ 'IPL' سیالۍ؛ چيناى سوپر کېنګز او ډيلي کاپيټلز سره لوبیږي
ټاکل شوې چې د هند د کرکټ د سوداګریزو لوبو په لړ کې نن شنبه (د وري ۲۱مه) د چيناى سوپرکېنګز او ډيلي کاپيټلز لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شي.
د هند سوداګریز ليګ (اى.پي.اېل) لومړۍ لوبه تېره شپه د ممبي انډينز او رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
په دې لوبه کې پچه بنګلور لوبډلې وګټله او ممبي ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
ممبۍ انډينز په ټاکلو ٢٠ اوورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٩ منډې وکړې او مقابلې لوبډلې ته یې د ۱۶۰ منډو هدف ورکړ.
رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اوورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ټاکل شوی هدف پوره او بريا یې خپله کړه.
ډيويليرز ٤٨ ګلين ميکسويل ٣٩ او کوهلي ٣٣ منډې وکړې.
جسپريت بومرا او مارکو جانسين ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.