بریتانیا له خپلو ټولو اتباعو غوښتي چې افغانستان پریږدي
![بریتانیا له خپلو ټولو اتباعو غوښتي چې افغانستان پریږدي](https://gdb.rferl.org/9BCD4164-D3ED-4030-9FF2-44844C266431_cx0_cy21_cw55_w800_h450.jpg)
د بریتانیا حکومت خپلو ټولو اتباعو غوښتي دي چې له افغانستانه ووځي.
فرانس پرېس اژانس د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په وینا پرون جمعه (د زمري ۱۵مه) خبر وکړ چې د افغانستان امنیتي وضعیت په خرابیدو دی.
لندن دا خبرداری وروسته تردې ورکوي چې طالبانو خپل بریدونه زیات کړي دي او پرون یې د نیمروز مرکز زرنج ښار ونیو.
دا لومړی ځل دی چې د وروستیو جګړو په ترڅ کې طالبان د یوه ولایت مرکز نیسي.