جرمني: د بحران پر وړاندې د ملاتړ یوه ډله سمدستي افغانستان ته لېږو
![جرمني: د بحران پر وړاندې د ملاتړ یوه ډله سمدستي افغانستان ته لېږو](https://gdb.rferl.org/231c392d-459e-40a2-93e9-0387a21b8e9b_w800_h450.jpg)
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وايي، د بحران پر وړاندې د ملاتړ یو ټیم به سمدستي افغانستان ته واستوي.
هایکو ماس پرون جمعه (د زمري ۲۲مه) په افغانستان کې د طالبانو پراخو حملو ته د اشارې په ترڅ کې خبریالانو ته وویل:"موږ به په را روانو څو ورځو کې په کابل کې د جرمني د سفارت د کار کوونکو شمېر تر ټولو ټیټې کچې ته ورسوو او سمدستي به کابل ته د بحران پر مهال د ملاتړ یو ټیم واستوو، څو د هغو تدابیرو پر اساس چې موافقه پرې شوې، له موږ سره د امنیتي اقداماتو پر پراخولو او تطبیق کې مرسته وکړي."
جرمني ځواکونه د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې تر ډېره په کندز کې دېره وو او له افغانستانه د ټولو جرمني ځواکونو د وتلو بهیر په تېر جون میاشت کې پای ته ورسېد.
په تېرو دوو لسیزو کې شااوخوا یو نیم لک جرمني سرتېرو د افغانستان په پوځي ماموریت کې ګډون وکړ چې په دې ترڅ کې یې ۵۹ پوځیان ووژل شول.