ارزګان کې جګړه؛ روغتیاپالان: دوو ورځو ۱۳ تنه وژل شوي
ارزګان کې روغتیاپالان وايي، په تېرو دوو ورځو کې له هغې وروسته چې څلور ورځې وړاندې طالبانو پر ترینکوټ ښار ډله ییز بریدونه وکړل او ترینکوټ یې محاصره کړ افغان سرتیرو او وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې ترڅنګ لسګونه ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې. دوی وايي، دغه ولایت کې د تېرو دوو ورځو جګړو له امله ۵۵ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د ارزګان ولایت د ولایتي روغتون مشر امین الله توخي نن شنبه (د زمري په ۲۳مه) ازادي راډیو ته وویل، دغه ملکیان چې د جګړو له سیمې ولایتي روغتون ته راوړل شوي له دې ډلې ۱۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. Читать дальше...