ارزګان کې جګړه؛ روغتیاپالان: دوو ورځو ۱۳ تنه وژل شوي
![ارزګان کې جګړه؛ روغتیاپالان: دوو ورځو ۱۳ تنه وژل شوي](https://gdb.rferl.org/85FD9D40-CC04-4F2E-A747-C1B8BF26A7CD_w800_h450.jpg)
ارزګان کې روغتیاپالان وايي، په تېرو دوو ورځو کې له هغې وروسته چې څلور ورځې وړاندې طالبانو پر ترینکوټ ښار ډله ییز بریدونه وکړل او ترینکوټ یې محاصره کړ افغان سرتیرو او وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې ترڅنګ لسګونه ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.
دوی وايي، دغه ولایت کې د تېرو دوو ورځو جګړو له امله ۵۵ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ارزګان ولایت د ولایتي روغتون مشر امین الله توخي نن شنبه (د زمري په ۲۳مه) ازادي راډیو ته وویل، دغه ملکیان چې د جګړو له سیمې ولایتي روغتون ته راوړل شوي له دې ډلې ۱۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
توخي زیاته کړه: "په دغه دوو ورځو کې ۱۶ تنه ټپیان او ۴ شهیدان په ۲۰مه نېټه راوړل شوي وو او ۲۶ تنه ټپیان او ۹ تنه شهیدان پر ۲۱م نېټه راوړل شوي، د پنجشنبې په ورځ نور څوک نه دي راوړل شوي."
په دغه ولایت کې روانې جګړې د زیات شمېر ماشومانو ژوند هم اخېستی دی.
تېره ورځ جمعه بیا چې کله طالبانو پر دغه ولایت ولکه ټېنګه کړه، د راپورونو پر اساس ویل کېږي چې کوم ځای جګړه نه ده شوې او دغه راز زرګونه هغه بې ځايه شوي کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته راغلي دي.
دغه راپورونه وايي، کله چې طالبانو ارزګان ولایت ونیو نو په ښار کې یې د خوشالۍ ډزې کولې چې له امله یې یو شمېر کسان په سړو مرمیو هم لګېدلي، خو د دغه کسانو کره شمېر نه دی معلوم.