نن یو شمېر افغانان په پراګ کې د پاکستان سفارت مخې ته لاریون کوي
![نن یو شمېر افغانان په پراګ کې د پاکستان سفارت مخې ته لاریون کوي](https://gdb.rferl.org/2EA254D3-9F1D-46E9-BBEE-6BC5C49AC2C5_w800_h450.jpg)
ټاکل شوې ده چې یو شمیر افغانان نن د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د پاکستان د سفارت مخې ته مظاهره وکړې.
تر دې مخکې افغانانو په ناروې، سویډن، جرمني، اتریش، بریتانیا او یو شمېر نورو اروپایي هېوادونو کې مظاهرې کړې وې او پاکستان یې تورن کړی و چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي.
چک جمهوریت له هغو اروپایي هېوادونو څخه دی چې د افغانانو شمېر په کې کم دی او محدود شمېر افغانان په کې د کډوالو په توګه منل شوي دي.