د افغانستان وروستی یهود زبولان سمنتوف ترکیې ته ورسېد
زبولان سمنتوف د یکشنبې په ورځ د ترکیې استانبول ښار ته ورسېد.
سمنتوف د افغانستان وروستی یهود وګړی و چې د طالبانو په واکمنېدو سره له هېواده د وتلو په لټه کې و.
۶۲ کلن زبولان سمنتوف له کابله پاکستان ته تللی و او له هغه ځایه ترکیې ته رسېدلی.
زبولان په هرات کې زېږېدلی او په کابل کې یې د یهودانو له یوازنۍ کنیسې/عبادتځای ساتنه کوله.
سمنتوف تکل لري چې اسرائیلو ته ولاړ شي، خو د اسرائیلو د قانون له مخې اړ دی چې خپله مېرمن چې کلونه ترې لیرې وه طلاق کړي هغه مسئله چې ده کلونه کلونه ونهمنله.