واشنګټن پوسټ: افغانستان کې وروستی یهود ښايي ډېر ژر اسرائیل ته ورسېږي
![واشنګټن پوسټ: افغانستان کې وروستی یهود ښايي ډېر ژر اسرائیل ته ورسېږي](https://gdb.rferl.org/9A3E6437-FC58-4367-A507-C4EE7684A4B7_w800_h450.jpg)
واشنګټن پوسټ
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه مقاله کې د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسېس څرګندونو ته اشاره کړې چې په ناروې، افغانستان او بریتانیا کې يې خونړۍ حملې غندلې دي.
په مقاله کې راغلي، پاپ فرانسېس د یکشنبې په ورځ په ناروې، افغانستان او بریتانیا کې د تېرې اوونۍ حملې د ټولو ماتې بللي او د قربانیانو له کورنیو سرهیې خواخوږي څرګنده کړې ده.
پاپ فرانسېس د یکشنبې په ورځ د اکټوبر په ۱۷مه په واتيکان ښار کې په خپله دودیزه وینا کې په دې اړه خبرې وکړې.
په ناروې کې تېره اوونۍ د غشو په حمله کې پنځه کسان ووژل شول او درې نور ټپیان شول.
د افغانستان په جنوبي ولایت کندهار کې پر جومات په یوه ځانمرګي حمله کې ۴۷ کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول او په بریتانیا کې د پارلمان یو وکیل ډېوېډ امیس په یوه کلیسا کې د غونډې پر مهال د چاړې په حمله کې سخت ټپي او ځای پر ځای مړ شو. پولیسو وویل چې دا یوه ترورېستي حمله وه.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه بله مقاله کې په افغانستان کې د وروستي یهود په اړه په یوه مقاله کې د ژغورونکو له قوله لیکلي چې زیبولون سیمنتوف ښايي ډېر ژر اسرائیل ته ورسېږي.
د مقالې په وینا د کابل وروستی یهود وروسته له هغه چې طالبانو په افغانستان کې خپل واک اعلان کړ، خپل هېواد پرېښودو ته اړ شو.
د مقالې په لیکنه سیمنتوف اوسمهال په ترکیه کې دی، خو تر دې مخکې چې دی اسرائیل ته لاړ شي، باید خپلې مېرمنې ته طلاق ورکړي.
د واشنګټن پوسټ په مقاله کې راغلي چې د سیمنتوف مېرمن له مخکې لا په اسرائیل کې اوسي او له څو کلونو راهیسي یې غوښتل له ده سره طلاق وکړي، خو ده ورته منفي ځواب ویلی و. د یهودانو د قانون له مخې که یوه ښځه غواړي طلاق واقع کړي، سړی باید ورسره طلاق وکړي.
د واشنګټن پوسټ د مقالې د لیکوال په وینا، سیمنتوف به اوس له خپلې مېرمنې سره د طلاق پروسه د وېډیو کنفرانس له لارې پر مخ وړي چې اسرائیل ته تر تګ وروسته له ستونزو سره مخامخ نهشي.
وروسته لولو چې سیمنتوف امریکا ته هم تلی شوای، خو دی ځکه امریکا ته نهځي او پر ځای یې اسرائیل ته ځي چې هلتهیې پنځه خویندې وروڼه او دوه لوڼې هم اوسي.
سیمنتوف مخکې تر دې چې له هېواده دباندي لاړ شي، په کابل کې د یهودانو په یوه عبادتځای کې ژوند کاوه.
سټارز انډ سټرايپس
سټارز انډ سټرايپس ورځپاڼې د مرسل په نوم د یوې افغان کډوالې کیسه لیکلې چې په اوهایو ایالت کې يې د یوې امریکايي ښځې په مرسته پناه اخیستې.
د مقالې په وینا مرسل له افغان حکومت سره کار کاوه، خو وروسته له هغه چې طالبانو واک ترلاسه کړ، دا افغان ښځه له بېرې خپل هېواد پرېښودو ته اړه شوه.
مرسل د خپل کار پر مهال د امریکا د دفاع وزارت له یوې کارکوونکې جین هورتن سره معرفي شوې وه. په مقاله کې راغلي چې د جین هورتن مېړه د امریکايي پوځ سرتېری و چې په ۲۰۱۱م کال کې په افغانستان کې وژل شوی و. جین له مرسل سره له افغانستانه په وتلو کې مرسته وکړه.
د مقالې په وینا، که څه هم د مرسل ژوند له تهدید سره مخامخ نهدی، خو د دې کورنۍ په افغانستان کې تر شا پاته ده چې له همدې کبله دا د خوندي ژوند په خوند نهپوهېږي.