افغانستان کې د چک جمهوریت یوې خیریه موسسې خپل فعالیت بیا پیل کړ
![افغانستان کې د چک جمهوریت یوې خیریه موسسې خپل فعالیت بیا پیل کړ](https://gdb.rferl.org/2D7E4968-6079-4B7B-80EB-9FC426D6F0BD_cx55_cy12_cw44_w800_h450.jpg)
د چک جمهوریت یوې خیریه موسسې 'پیوپل ان نیډ People in Need' بېرته په افغانستان کې خپل فعالیت پيل کړ.
د پراګ نړیوالې راډیو پرون راپور ورکړ چې د چکانو په ګډون د دغې موسسې بهرني کار کوونکي د نوومبر میاشتې له پيله په مزار شریف ښار کې ځای پر ځای شوي دي.
دا موسسه په افغانستان کې د بشري مرستو دوه عملیاتي دفترونه لري چې لسګونه محلي کارکوونکي هم په کې دي.
دا چکۍ موسسه وایي، تېرو شلو کلونو کې یې له سلګونه زره افغانانو سره د کورونو، ښونځیو، روغتیایي کلینیکونو او سړکونو په جوړولو کې مرسته کړې او دغه راز یې د انرژۍ او اوبو رسولو پروژې هم عملي کړي دي.