طالبان: ۳ میاشتو کې ۶۷۰ داعشیان له بېلابېلو سیمو نیول شوي
د طالبانو د حکومت ویاند وایي، وروستیو درېیو میاشتو کې يې ۶۷۰ تنه داعشیان د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه نیولي دي. د ترکیې انادولو خبري اژانس له دوی سره د ذبیح الله مجاهد د یوې مرکې پر بنسټ لیکي چې دې موده کې د داعش پنځه ویشت پټن ځایونه په کابل او جلال اباد کې له منځه تللي دي. ښاغلي مجاهد خپله مرکه کې یو ځل بیا ویلي چې داعش د افغانستان لپاره کوم جدي ګواښ نه دی. له کله نه چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي دي، داعش وسله والې ډلې د څو خونړیو بریدونو پړه منلې. دې بریدونو کې تر ټولو... Читать дальше...