هندي فلم ستورې کترینا کېف له ویکي کوشال سره واده وکړ
![هندي فلم ستورې کترینا کېف له ویکي کوشال سره واده وکړ](https://gdb.rferl.org/70DF9410-40F5-4A9D-83FA-9DB95EDD520D_cx51_cy35_cw35_w800_h450.jpg)
کترینا کېف له ویکي کوشال سره واده وکړ.
کترینا کېف د هند د سینما بالیوود له مشهورو لوبغاړو ده. خاوند یې ویکي کوشال چې تازه سینما ته راغلی هم خورا شهرت ترلاسه کړی دی.
کترینا او ویکي کوشال پرون د هند په راجستان کې په یو لړ شانداره مراسمو سره د خپل واده مراسم ترسره کړل.
کترینا کېفپه خپل انسټاګرام لیکلي چې: "زموږ په زړونو کې یوازې مینه او د هغو ټولو شیانو قدرداني چې موږ یې دې شېبې ته راوستلو."