پاکستان ته تللي د اسټراليا کرکټ مينه وال څه وليدل؟
پاکستان ته د اسټراليا د کرکټ لوبډلې سره يو مينه وال تللی چې لوک ګيليان نوميږي. ګيليان په اخري ځل په ۱۹۹۸ کال کې دغه هېواد ته ورغلی وو. هغه مهال ورسره پاکستانيانو ښه رويه نه کوله خو دا ځل یې نه یوازې له کرکټ خوند اخیستی بلکې ملګري یې هم جوړ کړي دي.