اروپايي ټولنه: طالبان باید له نړیوال رسمیت پېژندنې مخکې د داخلي پېژندنې هڅه وکړي
د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړی استازی وايي، مخکې تر دې چې د طالبانو حکومت په نړۍ کې په رسمیت وپېژندل شي، طالبان باید په خپل هېواد کې دننه د خپل حکومت د پېژندنې هڅه وکړي. توماس نېکلسن دا خبره پرون (پنجشنبې) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وکړه. ده وویل: "یو حکومت باید د خپلو خلکو له لوري وپېژندل او ومنل شي، وروسته د نړیوال رسمیت موضوع مطرح ده. هغه ګام چې دې لور ته پورته کېږي فکر کوم په ځايي کچه دیالوګ دی، خلکو ته غوږ نیول چې څه اندېښنه لري او له حکومته څه تمه لري؟" طالبانو تر اوسه... Читать дальше...