م.م کې د افغانستان استازولۍ: پاکستان د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتيا تېری کړی
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ د افغانستان پر خاوره د پاکستان هوايي حملې په کلکه وغندلې.
دغې استازولۍ بېګاه ناوخته په یوه اعلامیه کې ویلي، د افغانستان په قلمرو کې دننه د پاکستان هوايي حملې د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا تېری دی.
ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ ویلي په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان پر ختیځ د پاکستان راکټي حملې روانې وې، چې د ملکیانو د مرګ ژوبلې او بېځایه کېدو سبب شوي دي.