د جرمني عدليې وزير: د نړيوالو قوانينو له مخې کولی شو اوکراين ته درنې وسلې ورکړو
د جرمني یا المان د عدلیې وزیر وايي، د نړیوالو قوانینو له مخې اوکراین ته د جرمني له خوا د درنو وسلو ورکول جواز لري. د جرمني د عدلیې ویر مارکو بوشمن ( Marco Buschmann) له ولټ ام زونتاګ ورځپاڼې سره په هغه مرکه کې چې پرون شنبه خپره شوه وویل، د نړیوالو قوانینو له مخې اوکراین ته د ټانکونو او نورو درنو وسلو سپارل جواز لري او د روسیې پرضد جګړه کې د جرمني د داخلېدو معنی نه ورکوي. د بوشمن په خبره، نړیوال قوانین د درنو وسلو ورکړه، د کوم هېواد پر خلاف د جګړې داخلېدو په معنی نه ګڼي. د جرمني عدلیې وزیر ویلي،... Читать дальше...