د خوړو نړيوال پروګرام يو شمېر ولايتونو کې مرستې ويشلي
د خوړو نړیوال پروګرام، WFP د بشري مرستو په دوام په لوګر، کابل او کندهار کې په زرګونو کورنیو سره د نویو مرستو خبر ورکوي.
د خوړو نړیوال پروګرام پرون په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې په روانه اپریل میاشت کې یې د لوګر په موسهي ولسوالۍ کې له ۱۵۰۰ کورنیو او د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې له ۳۸۰۰ زیاتو کورنیو سره د خوړو مرستې کړي دي.
دې پروګرام ویلي چې په مارچ میاشت کې یې هم په کندهار کې ۴۸۸ زره کسانو سره مرستې کړې وې.
د خوړو نړیوال پروګرام دغه راز ویلي چې په تېره مارچ میاشت کې یې په کابل کې له ۳۷۶ زره زیاتو کسانو ته مرستې رسولي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام یو له هغو مرستندویانو دی چې په افغانستان کې یې تر اوسه له ملیونونو اړو کسانو سره د خوراکي او نورو موادو مرستې کړي دي.